دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 285046
د سیمې هېوادونه باید په ګډه د اسلامي امارت له حکومت سره خپلو مثبتو اړیکو ته دوام ورکړي
په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت په غونډه کې د سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان رول مثبت وباله او ویې ویل چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د افغانستان له حکومت سره خپلو مثبتو اړیکو ته دوام ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د پاکستان سفارت شارژدافیر په کابل کې د سیمه ییزو همکاریو نوښت په غونډه کې په سیمه ییزو اقتصادی اړیکو کې د افغانستان رول وستایه او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې سترې اقتصادی پروژې پلې کېدای شی. هغه چاپېریال چې سوله او امنیت پکې حاکم وي، هغه د ګډو غوښتنو او اندیښنو په اړه د ګډ اقدام غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي نظاماني زیاته کړه: د طالبانو حکومت د امنیت او اقتصاد په برخو کې مثبتې لاسته راوړنې لري او د لویو اقتصادي پروژو د پلي کېدو له امله د سولې او امنیت په فضا کې زمینه برابره شوې ده.

له بلې خوا په دې کتنه کې د اندونيزيا استازي سيمه ييزې همکارۍ د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره يو ګام وباله او ويې ويل چې له يو بل پرته موږ پرمختګ نه شو کولاى.

ده همداراز زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت باید د نړیوالې ټولنې فعال غړی شي.

د يادونې وړ ده، چې د (افغانستان د سيمه ييزو همکاريو نوښت) په نوم د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو د ځانګړيو استازو او سفيرانو غونډه، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا جوړه شوې وه، څو شېبې وړاندې پاى ته ورسېده.

د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو نوښت تر سرلیک لاندې دغه غونډه د سیمې د هېوادونو په ګډون د ایران، پاکستان، چین، هند، روسیې، اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو د استازو په حضور کې په کابل کې جوړه شوه.
https://avapress.com/vdcaymnui49naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته