دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 287109
ذبیح الله مجاهد: د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته شوي دي
د ښځو د نړیوالې ورځ په درشل کې، د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د ښځو حقونو ته د نه درناوي په اړه نیوکې کوي، د اسلامي امارت ویاند وايي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره د واکمنې ادارې لخوا اغیزمن ګامونه پورته شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره د واکمنې ادارې له لوري اغیزمن ګامونه پورته شوي دي.
 
د ده په وینا، اسلامي امارت د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامی امارت تر واکمنۍ وروسته دغې ډلې د ښځو پر زده کړو محدودیتونه وضع کړي دي.
https://avapress.com/vdccxmqio2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته