افغان غږ خبری آژانس: د اروپا د نشه یي توکو د څارنې مرکز خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په کمیدو سره به مصرف کوونکي لا زیاتو زیانمنونکو موادو لکه فنتانیل یا نیتازن ته مخه کړي.
د هسپانیا د بارسلونا ښار د څیړنیز کمیسیون مشر رامون چاکون ویلي دي چې که په افغانستان کې کوکنار ونه کرل شي په اروپا کې به په زرونو خلک مړه شي.
خو هغه ټینګار وکړ چې د رسمي معلوماتو پر بنسټ، دا سناریو به سمدستي په اروپا کې نه وي.
په همدې حال کې د نشه يي توکو د ملي پلان لپاره د هسپانيا د حکومت استازي خوان ويلبي ويلي دي چې تر اوسه د ده په هېواد کې د مصنوعي نشه يي توکو د شتون کومه نښه نشته.
د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې تېر کال په افغانستان کې د تریاکو تولید چې یو وخت په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی و، د اسلامي امارت له خوا د نشه يي توکو پر کښت د بندیز له لګولو وروسته ۹۵ سلنه کم شوی دی.
اسلامي امارت ټینګار کړی چې په هیواد کې د نشه یي توکو له کښت او قاچاق سره جدي مبارزه روانه ده او هیوادونه باید له افغانستان څخه د نشه یي توکو د قاچاق په اړه اندیښنه ونکړي، بلکې په دې مبارزه کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره همکاري وکړي او د بدیل لارې چارې دې ولټوي.