دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۰۳
د مطلب کود : 38053
حامد کرزی: نړیوال ځواکونه دې د افغانستان له کلیو او بانډو نه راووزي
حامد کرزي وویل چې افغانستان همدا اوس آماده دی چې ټول امنیتي مسؤولیتونه، په بشپړه توګه په خپله غاړه واخلي. نو زموږ غوښتنه دا ده چې دغه بهیر دې په چټکه توګه عملي شي او واک دې افغانانو ته وسپارل شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جهمور رئیس حامد کرزي د امریکا د متحده ایالاتو له دفاع وزیر لیون پنېټا سره په کتنه کې له هغه څخه وغوښتل چې نړیوال ځواکونه دې د افغانستان له کلیو او بانډو څخه را وایستل شي او په خپلو قرارګاوو کې دې ځای پر ځای شي.

په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهور رئیس وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه ددې وړتیا لري چې د هېواد د کلیو امنیت په خپله وساتي.

دواړو لوریو د افغانستان او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د همکاریو، او له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د مسؤولیتونو د لېږد په اړه خبرې اترې وکړې.

جمهور رئیس زیاته کړه چې دواړه خواوې دې پر دې کار وکړي ترڅو له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد بهیر، د ۲۰۱۴ کال په ځای په ۲۰۱۳ کې بشپړ شي.
حامد کرزي وویل چې افغانستان همدا اوس آماده دی چې ټول امنیتي مسؤولیتونه، په بشپړه توګه په خپله غاړه واخلي. نو زموږ غوښتنه دا ده چې دغه بهیر دې په چټکه توګه عملي شي او واک دې افغانانو ته وسپارل شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنېتا یو ځل بیا د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د ملکي وګړیو د وژنې له امله خپل د ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب جمهور رئیس او د افغانستان خلکو
ته وړاندې کړل.


د امریکا ددفاع وزیر وویل چې هېواد یې غواړي د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د مسؤولیتونو د لېږد بهیر ژر او په موفقانه ډول سرته ورسیږي.
د هېواد جمهور رئیس په کندهار کې وروستۍ پېښه د افغانستان پر خلکو ظلم او بې رحمي وبلله او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکي کې دې له دارنګه پېښو څخه په قاطعانه ډول مخنیوی وشي.

دغه راز حامد کرزي وویل چې د کندهار پېښو ته ورته پېښو له کلونو راهیسې د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکو ته صدمه رسولې ده نو باید ټول هغه جدي اقدامات تر سره شي تر څو په راتلونکي کې د دارنګه پېښو مخنیوی وکړي.

جمهور رئیس زیاته کړه چې یادو پېښو د افغانستان د خلکو اعتماد او باور د بهرنیو ځواکونو په اړه زیانمن کړی دی. نو پکار ده چې دغه اعتماد بېرته را ژوندی شي او دا کار هغه وخت ممکن دی چې بهرني ځواکونه د افغانستان د خلکو دیني
او فرهنګي ارزښتونو ته په تمامه معنی احترام وکړي، هېڅ یو بهرنی سرتېری د افغانانو کورونو ته داخل نشي او ټوله توجه د هېواد بیارغونې او اقتصادي مرستو ته واړول شي.
 
همدا راز حامد کرزي د امریکا له دفاع وزیر نه وغوښتل چې د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د پېښې په هکله په شفاف ډول تحقیقات تر سره شي او عاملینو ته دې سزا ورکړل شي او په دې برخه کې دې د افغانستان له چارواکو سره هم په بشپړ ډول همکاري وشي.



لیون پنېټا یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د کندهار د پېښې په اړه به په جدي توګه تحقیقات تر سره شي او ترسره کوونکی به د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwz9w.ak97n4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته