د روسیې پوځي چارواکو ایترټاس خبري اژانس ته ویلي دي، چې د افغانستان پوځ ته د ۲۱ (Mi-17B5) هلیکوپټرو د ورکولو قرار داد سر ته ورساوه.
د ایترتاس په حواله، مخکې تر دې چې د مرستې د دې هليکوپټرو وروستۍ جوپه افغانستان ته واستول شي، یو شمېر روسي پوځي کارپوهان دې هېواد ته رسیدلي دي.
د افغانستان له ملي اردو سره د هلي کوپټرو دا قرار داد تیر کال لاسلیک شو او چې ټول ارزښت یې تقریبا درې سوه پينځه اویا ملیونه ډالره وو.
د افغانستان د ملي اردو لپاره د هلي کوټپرو دا قرار داد د امریکايي او روسي چارواکو تر منځ لاسلیک شوې وو.
امریکايي لوري ویلي دي، چې دوي له دې معاملې راضي دي او له روسیې څخه یې د نورو ۱۸ ورته څرخي الوتکو د اخیستلو قرارداد هم نه دی رد کړی.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)