دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 97425
قریشي: نواز شريف دې د يوې مياشتې لپاره استعفا ورکړي
د نواز شريف په مشرۍ د پاکستاني حکومت او د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند ترمنځ د خبرو اترو پيل شوې لړۍ په ټپه ودرېده.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک ګوندونو له تېرو لسو ورځو راهيسې په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت ضد پراخ لاريونونه او مظاهرې پيل کړي او دا مهال پاکستان د پارلمان مخې ته راغونډ دي؛ د نواز شريف د استعفا او د پارلمان د منحلولو غوښتنه کوي او اوسنى حکومت فاسد بولي.
د پاکستاني حکومت او د عمران خان د ګوند ترمنځ خبرې اترې هغه مهال د ځنډ ښکار شوې؛ چې د عمران خان د مذاکراتي ټيم غړيو يو ځل بيا خپلې پخوانۍ غوښتنې تکرار کړې او ويې ويل، چې نواز شريف دې د صدراعظمۍ له څوکۍ استعفا ورکړي.
د دواړو ګوندونو چارواکيو د يکشنبې په شپه په پايتخت اسلام اباد کې وکتل او د سياسي شخړو د اواري پر لارو چارو او د متقابلو غوښتنو په اړه يې مفصلې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د عمران خان ټيم له حکومته وغوښتل؛ چې د حکومت له خوا د ٢٠١٣م کال د ټاکنو د شفافيت څېړنې لپاره د سترې محکمې تر نظارت لاندې د خپلواک کميسيون پريکړې به يواځې په دې صورت ومني؛ چې نواز شريف د يوې مياشتې لپاره استعفا ورکړي.
تر غونډې وروسته د پاکستان تحريک انصاف ګوند د ټيم غړي شاه محمود قريشي له رسنيو سره په خبرو کې وويل:
"موږ د حکومت له خوا د خپلواک عدالتي کميسيون پريکړې يواځې په هغه صورت کې منو؛ چې نواز شريف د يوې مياشتې لپاره له دندې استعفا ورکړي. که چيرې کميسيون پريکړه وکړه، چې په انتخاباتو کې درغلي شوې وه، نو بيا به نواز شريف حکومت ختم وي او نوي انتخابات به ترسره کېږي، خو که چيرې د کميسيون څيړنې درغلۍ ثابتې نه کړي؛ نو بيا دې نواز شريف بېرته خپله دنده اشغال کړي."
د عمران خان ګوند تور لګوي، چې د نواز شريف مسلم ليګ "ن" ګوند د تېر کال په انتخاباتو کې پراخه درغلي کړې او له غېر قانوني لارې واک ته رسېدلى.
خو د پاکستان حکومت د عمران خان د ګوند د استعفا غوښتنه رد کړه.
د حکومتي ټيم غړي چوهدري محمد سرور رسنيو ته وويل؛ چې د عمران خان غوښتنې د پاکستان د اساسي قانون خلاف دي؛ چې له امله يې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې له کومې نتيجې پرته پاى ته ورسېدې:
"که څه هم موږ ډېره هڅه وکړه، چې له تحريک انصاف سره د مذاکراتو لړۍ دوام ومومي؛ خو له بده مرغه دمګړۍ له هغوى سره د مذاکراتو لړۍ وځنډېده، خو موږ هڅه کوو، چې خبرې اترې بېرته پيل او سياسي شخړې د تفاهم له لارې حل شي."
تر دې مخکې عمران خان په اسلام اباد کې د پارلمان مخې ته خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال يو ځل بيا پر نواز شريف نيوکې وکړې او ويې ويل، چې نوموړي له پاکستاني ولس سره کړې ژمنه پوره نه کړې؛ بايد ژر تر ژره استعفا ورکړي.
بلخوا د پاکستان صدراعظم نواز شريف د شنبې په ورځ په لاهور کې د پاکستان له پخواني ولسمشر او ددې هېواد د دويم ستر سياسي پيپلز ګوند له مرستيال مشر اصف زرداري سره وليدل او د روان سياسي وضعيت په اړه يې ورسره مفصلې خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې زرداري، د نواز شريف د موقف ملاتړ کړى او له نوموړي يې غوښتي؛ چې يواځې د څو زرو کسانو په غوښتنه دې له صدراعظمۍ استعفا نه ورکوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcene8o.jh8fwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته