دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 133009
د نظامیانو درانده تلفات؛ یواځی اندیښنه بسنه نه کوی
د امریکا څیړونکی دفتر د افغانستان د بیا رغونی لپاره ( سیګار ) بیانیه ورکړی دی چی د افغانستان د ځواکونو د وژل سوو سمیر په سږ کال کی ۵۵۲۳ تنو ته رسیدلی دی. 
د جان ساپکو دفتر د خپل دریمی دری میاشتنی بیانیه کی د امریکا کنګری ته لیکلی دی چی د جاری کال د اګوست تر ۱۹ پوری ۵۵۲۳ تنه د امنیتی ځواکونو څخه وژل سوی او ۹۶۶۵ تنه یی ټپیان سوی دی. 
         د سیګار دبیانیی په اساس دا شمیره په تیر کال کی ۵۰۰۰ تنو وژل سوو او ۱۵۰۰۰ تنو ټپی سوو ته رسیدلی وو. 
         په لومړی ۱۰ میاشتو کی د امنیتی ځواکونو د وژل سوو شمیر د ۲۰۱۵ د ټول کال ته په مقایسی سره ددی شکاره کوونکی دی چی دوه میاشتی د کال په ختمیدو کی پاته دی، خو د ځواکونو شمیر په دی لږ موده کی ۹٪ د تیر کال په پرتله ډیر سوی دی. 
         دا بیانیه وایی چی امریکا د سږ کال تر سپتامبر پوری ۵۹٫۸ میلیارد دالر د افغان امنیتی ځواکونو د تجهیز او تقویت او آموزش لپاره مرسته کړی دی. 
         یو هفته مخکی، جان نیکلسون؛ په افغانستان کی د ټولو خارجی ځواکونو کل قوماندان هشدار ورکړ چی د افغانستان د مسلح ځواکونو په رهبری کی ضعف او ناکامی ددی ځواکونو د تلفاتو د شمیرو په ډیر والی کی مرسته کړی دی. 
         د نظامی مسایلو ناظران هم وایی چی ددی بیانیی ټول کلیات دا شکاره کوی چی امنیتی ځواکونه د ډیرو جدی مشکلاتوسره مخ دی او ددی ځواکونو د تلفاتو شمیر کیدلای سی د راتلونکی کال د تضعیف عمده لامل سی. 
         د ناظرانو په باور، امکان لری د افغانستان دولت ددی بیانیی پر جزئیاتو باندی، د سیګار سره موافق نه وی؛ خو دا په دی معنی نه دی چی امنیتی ځواکونو تلفات د هیواد په دا اخیرو میاشتو کی، ډیر سوی نه دی او په دی کار سره چی جدی مشکل بلل کیږی او د امنیت او ثبات په برقراره کولو  لپاره د جدی مشکلاتو سره مخ سوی نه دی. 
         پوهان وایی چی دا به ډیر ساده خبره وی چی تصور وکړو امنیتی ځواکونه د سیګار دا بیانیه رد کړی، تقویت سی او د قبلولو په صورت کی به ضعیف سی. 
         تحلیلګران وایی چی د امنیتی ځواکونو ډیر مهم ضرورت ددی وضعیت څخه د وتلو لپاره، قبلول او د حقایقو او واقعیتونو پیدا کول دی چی ددی ځواکونو د کمزوره کیدو لامل سوی دی. 
         ددی تحلیل پربنیاد، ادعا کیږی چی د امنیتی ځواکونو د تلفاتو د ډیریدو اصلی لامل، د سرتیرو د جنګی روحیی کمزوره کیدل او دهغوی د تلفاتو ډیریدنه، په رهبری کی کمزور والی دی، مسؤول مقامات، که په هر صورت دا ادعا رد کړی، لومړی باید د هغه مختلفو ابعادو ته فکر وکړی او محاسبه کړی چی آیا په حقیقت سره د امنیتی ځواکونو په د رهبری په هرم کی څه تیریږی. هغه مسؤولان چی دامنیتی ځواکونو په راس کی قرار لری، کوم برنامی، لیدنی او دامنیتی وضعیت څخه تعریف او تصویر لری او اصولا دامنیت مقوله څرنګه تبیین کوی او په افغانستان کی د بین المللی تروریزم سره د مبارزی لپاره په کوم سترګه ګوری، د امنیتی ځواکونو ضرورتونو ته څنګه ګوری اوددی ضرورتونو لپاره څومره بودجه او کوم برنامی په نظر کی نیولی دی او قرار دی په کوم وخت کی به، د یو فعال مسلح ځواک د جوړیدنی شاهد واوسو. 
         دا هغه مسایل دی چی د کارپوهانو په باور، د امنیتی ځواکونو د وضعیت د ښه والی لپاره، ددی ځواکونو د بی سابقی تلفاتو کمول او دهیواد د راتلونکی امنیتی وضعیت لپاره ډیر ضروری بلل کیږی او هیله ده چی د سیګار دا بیانیه ددی تحول لپاره اساسی او بنیادی بهانه جوړ سی او د هیواد امنیتی وضعیت ته یو جدی کتنه وسی. 
         ددی بغیره، د اندیښنی شکاره کول، بسنه نه کوی. د امنیتی ځواکونو وضعیت د بین المللی تروریزم سره د جنګ په حالت کی د پام وړ خبره ده! 
         هغه څه چی په حاضر حال کی، د افغانستان د امنیتی ځواکونو په اړه وجود نه لری.
https://avapress.com/vdcbgfb89rhbfgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته