دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 134110
داعش، د سنی او شیعی ترمنځ د اختلاف رامنځته کوونکی!

دا ځل هم یو انتحاری د شیعیانو په یو مسجد کی چی د کابل په شپږمه ناحیه کی موقعیت لری؛ د باقر العلوم مسجد چی په چهار قلعه کی موقعیت لری په دوشنبه کی یو انتحاری په کی ترسره سو. 
د ګزارشونو په اساس په یادول سوی مسجد کی یو لوی جمعیت د اهل تشیع دا سره یوځای سوی وو چی د امام حسین(ع) او د هغه د یارانو د شهادت څلویشتمی مراسم ترسره کړی او په همدا حال کی یو انتحاری خپل ځان ددی عزادارانو په منځ کی انتحاری کوی او د خبرونو په اساس، د پنځوسو څخه ډیر کسان په دی حادثه کی شهیدان سوی دی او لسګونه نور ټپیان سوی دی. 
په مساجدو کی حملی او انتحاریانی ډیر وخت کیږی چی د تروریستانو تر هدف لاندی نیول سوی دی او ددی ډول حملو هدف هم په مکمله توګه روشانه دی او هغه عبارت دی په مختلفو مذاهبو کی اختلاف اچونه بالخصوص د اهل تشیع او اهل تسنن ترمنځ اختلاف اچونه. 
دا منحط او ضد انسانی کار کلونه کیږی چی په عراق او سوریه او یمن او لیبیا کی تجربه سوی دی او د منطقه ای او خارجی استعارګرانو د مذدورانو په واسطه د استفادی وړ ګرځیدلی دی او په ډیر تاسف سره په ډیره اندازه هم بریالی سوی دی او د اسلامی امت ترمنځ په تفرقی سره توانیدلی دی چی خپلو استعماری اهدافو ته ورسیږی. 
واضح خبره دی چی دا ډول حملی او انتحاریانی چی هدف یی په مختلفو مذاهبو کی تفرقه اچونه ده بالخصوص په شیعه او سونی کی، لپاره ترسره کیږی په هیڅ صورت سره د افغان طالبانو کار نه سی کیدلای؛ ځکه چی افغان طالبان خپله آزموینه د افغانستان خلګو ته ورکړی دی او دا چی د یو ۶ کالو لپاره حاکمان سوی دی، خو هیڅ وخت د مذهبی جنګونو لپاره تلاش او هڅی نه دی ترسره کړی. 
که څه هم د افغانستان خلګ د طالبانو او د هغه وخت د حکومت څخه خوشحاله خاطری نه لری؛ خو دا منصفانه هم نه بولی چی طالبان ګناهکاره خطاب کړی او خلګ پوهیږی چی دا دهغوی کار نه دی او ددی څخه کوم ګټه نه اخلی. 
نو یواځی یو انتخاب پاتیږی چی د افغانستان خلګ د انتقاد ګوتی هغه لوری ته پورته کوی او هغه هم هغه پروسه دی چی د منطقه ای او غربی هیوادو پواسطه دا غیری انسانی پروسه، رامنځته سوی دی او هغه هم عبارت دی په اسلامی هیوادو کی داعش جوړونه. 
د ډیرو پوهانو او د ځینو غربی قدرتونو د مقاماتو په اعتراف سره، داعش داسی پروسه دی سل په سله غیری دینی او ضد اسلامی چی د مسلمان ملل د پارچه پارچه کولو لپاره د ځینو دولتونو په مرسته لکه عربستان، قطر، ترکیه، امارات متحده عربی او ځینی غربی هیوادونه لکه امریکا، معنوی او مادی مرستی ورسره کیږی او د همدی هیوادو پواسطه منځته راغلی دی. 
د داعش د تروریستی ډلی رامنځته کولو هدف هم وسیله ای استفاده کول ددی ډلی څخه د استعماری اهدافو لپاره دی چی ددی استعماری اهدافو په سر کی ځینی منطقه ای دولتونه او نور غربی ملاتړ کوونکی یی لکه امریکا، بریتانیا، فرانسه او... هیوادونه وجود لری! 
اوس نو دا وسیله یعنی داعش باید د غربی او عربی هیوادو د استعماری اهدافو د ترسره کولو لپاره باید لاس په کار سی او په لومړی ګام کی د مختلفو مذاهبو ترمنځ بالخصوص د شیعه او اهل تسنن ترمنځ اختلاف رامنځته کوی او ددی کار لپاره د مساجدو او زیارتونو څخه بل مهم ځای نسته؛ هغه کار چی دوه کاله مخکی د محرم په میاشت کی د حضرت ابولفضل العباس په زیارت کی ترسره کړ او د امام حسین (ع) د عزادارانو په صف کی په انفجار کولو سره، په سل هاوو شیعه او هم سنیان شهیدان کړل او سږ کال هم همغه غیری انسانی او غیری مشروع کار د عزادارانو سره د سخی په زیارت کی ترسره کړ او په اخر کی په چهار قلعه کی په نامردانه توګه یو مسجد د انتحاری تر هدف لاندی ونیول او د اربعین په مراسمو کی د اباعبدالله الحسین د عزادارانو د لسګونو کسانو د شهید کیدو سبب سو. 
هر څوک چی یو څه ووایی او تجزیه او تحیل وکړی؛ خو په واقعیت کی ددی حملی تر شاه د داعش د حامیانو لاس قرار او دهغه هدف هم د سنی او شیعه ترمنځ اختلاف رامنځته کول دی او په افغانستان کی د مذهبی جنګو شروع کول دی؛ یعنی په هغه هیواد کی چی کلونه کلونه کیږی سنی او شیعه په ورورګلوی سره د یو بل ترڅنګ ژوند کړی دی او دشمن همدا اتحاد او ورورګلوی نه غواړی؛ ځکه چی دا ورورګلوی یو لوی مانع د خپلو استعماری اهدافو ترمنځ په افغانستان کی بولی او په هر شکل سره به د هغه سره مبارزه وکړی؛ تر څو وکولای سی د شیعه او سنی ترمنځ د ورورګلوی مستحکمه پایه خرابه کړی. 
خو دا باطل او بی ځایه خیال او فکر دی چی د داعش خارجی او منطقه ای ملاتړ کوونکی په ذهن کی لری؛ ځکه چی د افغانستان خلګ د شیعه او سنی په شتون سره، د ورورګلوی دشمنان او هم د هیواد د آرامش دشمنان ښه پیژندلی دی. خو که د افغانستان شیعه او یا سنی دا توقع ولری چی مسجدونه او زیارتونه تر هدف لاندی راولی او خپل وړونه چی کلونه کلونه دیو بل سره ژوند کړی دی، په وینو او خاورو کش کړی، باید وویل سی چی دا یو بی ځایه غوښتنه ده او خیال دی او د افغانستان متدین او باغیرته خلګ هیڅ وخت به ددی غوښتنو تر هدف لاندی قرار ونه نیسی او هیڅ وخت نه راضی کیږی چی افغانستان هم د عراق او سوریی په شان حالت پیدا کړی.

https://avapress.com/vdcfyjdyxw6dmya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته