دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 138919
د مخدره توکو سره مبارزه؛ لوی جرم، کوچنی سزا
د مخدره توکو د جرایمو سره عدلی او قضایی مبارزی مرکز خبر ورکړی دی چی د مخدره توکو یو دلویو قاچاقبرانو څخه په ۲۰ کالو حبس محکوم کړی دی.
محکمه په دی برخه کی، د مجرم هویت پټ ساتلی دی.
ددی عدلی مرکز ویاند وویل چی دا کس په بریتانیا، هند، کانادا، اسپانیا او دبی کی د شبکو سره فعالیت درلودی او د څو کالو راهیسی تر څارنی لاندی وو.
ددی عدلی او قضایی مرکز مسؤولانو په وینا، دا کس دوه میاشتی مخکی د څو کالو وروسته افغانستان ته راغلل او په کابل کی د مخدره توکو د معاملی په وخت کی ونیول سو.
احمد خالد موحد؛ ددی مرکز ویاند وویل چی د مخدره توکو د قاچاق د یو شبکی غړي هم تر څارنی لاندی قرار ورکړی دی چی ددی کس سره د پنځه کیلو هروئینو په معامله کی مصروف وو.
ددی اداری د مسوولانو د اظهاراتو په اساس، ددی کس نیونه کولای سی د لویو قاچاقچیانو د پیدا کیدو سبب سی.
دا مجازات د افغانستان د جزایی قوانینو په اساس دوامداره حبس بلل کیږی چی بل تعبیر یی ابد حبس دی چی د اعدام، سخت جزایی محکومیت څخه وروسته سخت جزا بلل کیږی؛ خو ددی حبس دوره، که څه هم د ۲۰ کالو څخه نسبتآ لوی دوری پوری شاملیږی؛ خو د حقوق د علم د محققینو په باور، دقیقآ همغه ابد حبس د هیوادونو د جزایی حقوقو کی نه دی؛ ځکه چی دوره یی محدود دی او د محکوم کس ټوله ژوند په بر کی نه نیسی.
د همدی استدلال په اساس دی چی ځینی منتقدان، ددی قاچاقچی لپاره په نظر کی نیول سوی جزا چی همزمان د څو لویو مافیایی سازمانونو سره د نړی په بیلابیلو هیوادونو کی اړیکه درلودی، ډیر کوچنی او لږ یی ارزیابی کوی او وایی چی دهغه تور تجارت چی د قاچاق لوی باندونه او بین المللی مافیا ترسره کوی او په همدی لاره کی په ټوله نړی کی د میلیونونو کسانو د ژوند او حیات څخه، خرڅوی او سرمایه جوړوی، دداسی کس لپاره ټاکل سوی سزا د عدلی او قضایی سازمان له خوا، ډیر کوچنی او ناچیزه دی.
ناظران په دی برخه کی په مخدره توکو باندی روږدی کسانو لوړ تعداد ته په افغانستان کی اشاره کوی او وایی چی د غیری رسمی لاسته راوړنو په اساس، په افغانستان کی د روږدو کسانو شمیر، نږدی دوه میلیونو کسانو ته رسیږی. دا په داسی حال کی دی چی د خپل ټولو ګاونډی هیوادونو او منطقه هیوادونو د روږدی کسانو شمیر په نظر کی ونیسو، نو د مخدره توکو د قاچاقچیانو لوی ستم او وحشتناکه جنایت د انستان په حق کی به پوه سو چی په ټوله نړی کی د ډیرو ځوانانو د نسل د نابودی لامل ګرځی.
د مخدره توکو لوی قاچاقچیان او لوی تبهکاره باندونه چی ورسره اړیکه لری، د انسانانو او ملتونو ژوند پر سرباندی په بی رحمانه ډول سره تجارت کوی ترڅو د نسل د نابودی په بها سره، ددی مرګباره تجارت لوی ګټی ته لارسی پیدا کړی.
په دی حساب سره، ایا د یو لوی قاچاقچی محکومیت د ۲۰ کالو په بندی کولو سره، ددی بین المللی مرګ تاجر ته یو لوی مدته تفریح څخه لوړ دی؟!
که د افغانستان قضایی سیستم داسی کسانو د څارنی لپاره قادر نه دی او د قاضیانو او لویو محکومیتونو وضع کول سخت مجازات ددی جنایتکارانو په وړاندی تړلی دی، دا یو جدی نارسایی او ناسازګارتوب د هیواد عدلی نظام کی دی او دی ته په توجه سره چی افغانستان په دی لاره کی لوی لګښت ورکوی، قانونګذار دستګاه باید په ډیر سرعت سره،  د سختو سزا ګانو د پر ځای کولو سره، دا نقص له منځه یوسی او په دی ترتیب، ددی کسانو لپاره د سختو سزا او واقعی عدالت لاره همواره سی.
اضافه پردی هغه لوی اتهاماتو او ادعاوو ته په کتو سره چی د لویو مقاماتو او ډیرو دستګاوو لاس د مخدره توکو د تولید په امر کی په افغانستان کی، شتون لری، د یو مجرم محاکمه کول په هر اندازه چی خطرناک او لوی هم وی، هغه څه نه دی چی د عدلی او قضایی دستګاوو په افتخارآمیزه کارنامو کی حساب سی.
بنا پردی، تر خبرو لاندی قاچاقچی که اعدام هم سی، کوم درد نه سی دوا کولای؛ ځکه دا امر، نه په افغانستان کی د مخدره توکو تولید او قاچاق ته زیان رسولی سی او نه به لوی بین المللی شبکی تجزیه او متلاشی کړی.
https://avapress.com/vdcgq79qyak9wy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته