دخپریدو نیټه :جمعه ۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۲۱:۵۹
د مطلب کود : 118062
دقمې وهلوپه اړه دځینو درنوشیعه مراجعو نظرونه
دمحرم الحرام دمیاشتې په پېيدلوسره په افغانستان کې دسینه وهونکو شیعه ډلو په شوراوشوق سره ځانونه په قمواوچا قوګانو وهل پېلېږي. افغان غږ خبری آژانسخبري اداري په قمو اوچاقوګانودخپلوځانونو وهلو په اړه، دقدرمنو شیعه مشرانو اومراجعو نظرونه اخیستي، څو داهلبیت اوامام حسین(ع) دمینه والو کړنې دپردیورسنیو له لوري توتحقیرلاندې رانه شي.

۱ـ آیت الله العظمی امام خامنه ای (مدظله)

۱۴۶۰ مه پوښتنه: دعاشورا په ورځ، ځینې مراسم لکه قمه وهل، لوڅې پښې په اورننو تل اوسکاره روشانول پېلېږې، سربېره پردې چې دنړۍ دخلکو اواسلامې مذهبونو دپېروانو اوعلما وو په وړاندې، د۱۲ امامې شیعه مذهب پېروان بدنام شې، بړبدنې او رووحې زیانونه هم دغو اشخاصو ته رسېږې اوهمدارنګه دمذهب دتوهین سبب هم ګرځې، پډې اړه دحضرت عالي شریف نظرڅه دي؟
ځواب: هرکارچې انسان ته مادې یامعنوې زیان رسوې او یادین اومذهب ته ضعف اوسستې پېښوې، هغه حرام دی اومؤمنین بايد ترې ډده وکړې . پټه نده چې ډپری داسې جارې داهل بیت دمذهب دبد نامۍ اوسستۍ باعث ګرځې چې داله خورالویو زیانونو او ضررونو څخه دي.

۱۴۶۱مه پوښتنه: آیا قمه وهل په پټه حلال دې؟ یاداچې دجناب عالې شریفه فتوعمومیت لري؟

ځواب: قمه وهل پردې سربېره چې له عرفي نظره دغم اوخپکان له مظاهرو څخه نه ګڼل کېږي اودئمه وو(علهیم السلام) په زمانه اوله هغوڅخه په وروسته زمانوکې کومه سابقه نه لري اوتائید يې په خاص یاعام شکل پدې اړه له معصومینو(علیهم السلام) څخه هم نه دی را رسېدلی، اوس مهال دمذهب دکمزورتیا اوبد نامېدلواسباب برابروې، پدې، اساس، په هيڅ صورت جایزندي.

۲ـ آیت الله العظمی مکارم شېرازي (مدظله)

پوښتنه: د اباعبدالله په عزاداري کې دبدن دوهلو اوټپي کېدلوحکم څه دی؟ مهرباني وکړئ دسینه وهلو، ځنځيروهلو اوقمه وهلو په اړه لطفآ خپل نظر په ځانګړي اوشفاف ډول بیان کړئ؟
ځواب: داباعبدالله الحسین(ع) عزاداري له خواراغواره دیني شعایرو اودتشیع دبقاله رمزڅخه دی، خو په درنو عزادارانو باندې لازم دي، له هغوچاروڅخه چې دمذهب دسستي سبب ګرځي، یادهغو وجود ته څه زیان رسېږي، بایدځان وساتي.

۳ـ آیت الله العظمی فاضل لنکراني(قدس سره)

(۲۱۷۳ )

پوښتنه: آیا قمه وهل روادي؟ لکه داچې پدې برخه کې کوم«نذر» شتون ولري، دنده څه ده؟

ځواب: هغه تمایل ته په پاملرني سره چې د ایران داسلامي انقلاب له بریالیتوب څخه وروسته داسلام اوتشیع په وړاندې دنړۍ په ډېرو سیموکې اشوی اواسلامي ایران داسلامي نړۍ د« ام القراء» په عنوان مطرح شوی، لازمه ده چې دشهید انود سالارحضرت ابي عبدالله الحسین(ع) دسوګوارۍ اوعزادارۍ دمسایلو په اړه داسې عمل وشي چې دهغه حضرت اودهغه سپیڅلې موخې دډېرې مینې اوعلاقي دتمایل سبب شي ـ ښکاره ده چې پدې شرایطو کې دقمه وهلو مسآله نه یو یوازې داچې داسې رول نه لري، بلکې دمخالفینو دپوهې دوړتیا دتوڅه هېڅ ډول دقبلو لو دقابلیت نه لرلو په علت به پرهغه بده پایله مرتبه شي، نوځکه لازمه ده چې دامام حسین(علیه السلام) د مکتب مینه وال شیعیان له داسې کړنوڅخه ډډه وکړي اوهمدارنګه که پدې برخه کې څه نذرشتون ولري، نذرهم دصحت اوانعقاد وړنه ده.

۴ـ آیت الله العظمی سیستاني(مدظله)

پوشښتنه: د آیت الله سیستاني نظر دقمه وهلو په وړاندې څه دی؟

ځواب: له هغو کارونو څخه چې عزاداري شکمنه کوي، باید اجتناب ترې وشي.
پوښتنه: آیا قمه وهل روادی؟ داسې چې پدې برخه کې نذرشتون ولري، وظیفه ده؟
ځواب: مشکل لري.

۶ـ آیت الله العظمی جوادي املې (مدظله)

پوښتنه: قمه اوچاقويې ځنځیروهل او تېغ ایستل داهلبیت دفاتحې اوعزاداری په غونډه کې څه حکم لري، که خصوصي وي یاعمومي، څه حکم لري؟
لمړی ځواب: هغه څه چي په اوسنیو شرایطو کې داسلام دکمزورتیا سبب ګرځي، لکه قمه وهل اوداسې نو روانه دي.
دوه یم ځواب: هغه څه چې داسلامي شعایرو د درناوي پانګه اودهتک سبب نه وي لکه ځنځیروهل، جایزدی.
۷ـ آیت الله العظمی سبحاني(مدظله)

پوښتنه: آیا اوس مهال قمه وهل جایزدي که نه؟

ځواب: جایزنه دي، والله العالم.
۸ـ آیت الله العظمی مظا هري( مدظله)

پوښتنه: آیا کېدای شي چې په پټه او دخلکو له ليد څخه لېري قمه ووهل شي؟
ځواب: څرنګه چي په اسلامي جمهوریت کې منع دي، بایدعمل پرې ونه ښي.

پوښتنه: قمه وهل له فقهي نظره څه حکم لري؟
ځواب: څرنګه چې فقیه ولایت ترې منع کړې، ټول باید لدې کارڅخه ځان وژغوري سیره لدې چې دچا مقلدهم وي او هغه يې جایزوګڼي.

۹ـ آیت الله صافی

قمه وهل پخپله څه پروانه لري، خوکه مذهب ته دزیان سبب وګڼل شي او یا له کوم بل لوري مفسده ولري او یا پربدن باندي دکوم مهم ضررسبب شي، روانه ده

۱۰ـ علامه امیني

هغو دقمه وهلو په اړه واېې: «قمه وهل اودحسیني عزادارۍ په مراسموکې دداډول نورو اعمالو سرته رسول دشرعیت اوعقل په حکم حرام دي او دسرټپي کول چې نه دنیوي ګټه لري اونه اخروي اجرلري، دنفس ازارول دي، داپخپله په شرعیت کې حرام دي اوددې عمل په مقابل کې، شیعه اهلبیت دنورو په نظرونوکې توهینوي اووحشیان يې ګمني. دي کې شک نشته چې دغه عملونه دشیطانانو له وسوسوڅخه دي اودخدای جل جلاله او دپیغمبر(ص) اودپاک اهلبیت علیهم السلام د رضا اسباس نه دي.
۱۱ـ دحضرت آیت الله العظمی محقق کابلی (مدظله) پیغام ـ د۱۴۳۲ قمري کال دمحرم الحرام په درشل کې

« قال رسول الله (ص): ان لقتل الحسین حرارة فی القلوب الؤمنین لاتبرد ابدآ» (خصالیص المسینیه، ص ۶۷)

له شک پرته هرمکتب دخپل ځان دبقا اواوخپل ژوند دحفاظت له پاره، سربېره پردې چې دپېژندنې، منطقي اوقوي عقلاني معرفت پاپوته ځواکمنه اړتیالري، خپل هدف ته درسیدو په لارکې له احساس اوشورجوړولو

سره ډپره تړلتیالري، دتاریخ په اوږدوکې ډپرلیدل شوي هغه مکتبونه چې له شور،احساس او وړعواطفو څخه برخمن نه دي او دزمانې دپښتو اوحوا دثو په وړاندې محوه اونابود شوي، خوهغه پاڅونو نه اونهضتونه چې له دې دوام لرونکي عنصرڅخه بهره من وو، نه یوازې داچې کمرنګ شوي نه دې، بلکې هرهروځ دهغو په ځلېدلوکې ډپروالي راغلی اوتلپاتې شوي دي، دعاشورا قیام اوپېښه چې په خپل ډول کې خورا غوره پیښه ده، اوس دبشریت دتاریخ له خورا غوره او شورخپروونکو حماسوڅخه ګڼل کېږي.

دکربلا اودحسین بن علي(ع) دعاشورا لويه اوغېز ښندونکې حماسه، نه یوازې داچې د ابا عبدالله (ع) او دهغه دوفا دارو ملګرو، دنهضت ساتنې اوبقا لامل شوی، بلکې دتاریخ په اوږدوکې دظلم، بې عدالتحۍ، ټولنيزو نابرابر یوا وزموږ دمکتب او مذهب دساتنې له پاره دبریالیو مبارزو،تاریخي نهضتونو اوپا څونونو خورا مهم عامل ګرځېدلی، دغه تاريخي حماسه چې هرکال له هېڅ سریزې او تبلیغاتي محرک پرته، دمیلیونو خپلواکو انسانانو له پاکو احساساتو اوخوږو څخه څپاند موجونه جوړېږي، په خپل ډول کې ساری نه لري.
له همدي کبله، داسلام اوتشیع کینه ګرغلیمان په کمین کې ناست دي، څود دغه انسان جوړوونکې نهضت په کمرنګه کولو اوخرافاتو سره دهغو په یوځای کولوسره دهغه عظمت اووقارکم کړي.

دتاریخ پدې حساسه مرحله کې مې دالازم وګټله چې پدې اړه يوڅوټکي ذکرکړم:
الف) عزتمنوعلماوو اومبلغینو!

هڅه وکړئ په ټولنه کې دالهی تقوا دساتنې روحیه په خپل نېک عمل اوکړنو سره، پخوا زیات پیاوړې کړئ او دامام حسین(ع) دعزادارۍ غوڼدې داسې جوړې کړئ چې په مخاطبینوکې دپېژند ګلوۍ اومعتبرو دلايلو دپېژند ګلوۍ له مخې، له اهلبیت(ع) سره دعاطفي رابطې اومینې دایجاد لامل شي، حسیني اوعلوي معارف چې دقرآنکريم له معارف سره منطبق دی، خلکوته ورسوئ اوله هرډول احساساتي اوله واقعیت څخه له لپرې بیا ځانونه وژغوارئ.

ب) عزتمنو مداحانو اومرثیه ويوونکو!

۱ـ احتیاط وکړئ دمدحیوا ومرثیو په ویلوکې، له هغومسایلو اوکړنو څخه ځان وساتئ چې د ذهنونو دتحیریف اویا دخرافاتو له خپرولوچې ددې دول مجالسو له شان څخه لېري دي، همدارنګه له مسایلو څخه چې داطهاروائمه وو(ع) اونورو لویانو په اړه دزیاتوالې یالوړوالي اوغلو بوی راځي، ځانونه وژغوارئ، څودعصمت اوطهارت (ع) دکونۍ له پوره فیوصنا توڅخه دګټې اخیستنې په ضمن کې مو ددین اومذهب ددښمنا نولاسوته بها نه وي ورکړي.

۲ـ ګرانو مداحانو: پرتا سولازم دي چې دمداحۍ اومرثیو پېیش کسوتانوپيرته دد رناوي په ضمن کې ناوړو او مبتذلو سبکونوله تقلید څخه په مداحي ګانوکې ځانونه وژغوارئ اوا جازه مه وکوئ چې په پوهه یانا پوهۍ سره دعزادارۍ په غونډوکې دموسیقۍ له وسایلو څخه ګټه وانه خیستل شي.
۳ـ ددې اجازه مه ورکوئ چې دعزادارۍ په غونډ وکې څوک لوڅ شي یاد تیغ لرونکو ځنځیرونو په څېر یاله قمه وهلوڅخه دچا بدن ته زیان ورسوي یاسپکوونکي تعبیرونه وکاروي.

ج) قدرمنومؤمنوعزادارانو!

هماغسې چي پوهېږئ، دحضرت سيدالشهداء(ع) عزاداري دټولو شیعیانو دویا ړسرچینه ده، خوهڅه وکړئ څو عزاداریانې دخدای(ج) درضاء اودالهي شعایرو دلوی ګڼلو له پاره ښی وځلوئ،خوله هرډول ریا کارانه سیالیو اوځان غوښتنو څخه په مراسموکې ځانونه وساتئ
https://avapress.com/vdcd9j0fxyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته