دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۵۳
د مطلب کود : 118321
افغانستان ته دایران د اتومي پلان فرصت او تهدید
دمنځني ختيځ د مسایلو نژدې ټول پوهان له دې اندسره موافق دي چې د ایران اونړیوالو ځواکونو ترمنځ دهسته ای ( اتومي) پلان د توافق دلاسلیک ترمخې پورې، دسیمې د ډېرو هېوادونو له لوري دیو بالقوه تهدید په توګه کتل کېدل.

داکتنه البته هېڅکله پدې معنا نه ده چې ایران اوقعآ دهسته یې وسلو په جوړولو اوډ پرووګړو په وژلوپسې را خیستې او دتهران اتومي پلانونو نظامي ماهیت درلودلی دی، داهغه څه دي چې غربیان، اسرائیل، اود سیمې یوشمېرعرب دولتونه مدعیان شول، خو په پای کې یې هېڅ داسې کوم ريښتينی سند وړاندې نه شوکړای چې دایران له لوري وپرونکی وي.

دسیمې هېوادونو د اتومي توافق ترلاسلیک دمخه، دایران اتومي پلان ته دیو امنیتي تهدید په توګه کتل، له دې کبله که داپلان دایران اونړیوالو ځواکونو ترمنځ دیوجامع اتومي توافق له لیارې حل او فصل نه شي، په پای کې به په سیمه کې دیوې بلې لويې جګړې داور دلګېدوله پاره یوه پلمه جوړه شي! افغانستان هم، په تېره بیا ترهغې وروسته چې په نظامي لحاظ دلوېديځو ځواکونو کوربه اودهمدغو ځواکونو د دایمي حضور تړونو نه یې لاسلیک کړل، تل يې دایران اتومي تړون اوله ستونځو را ولاړید وته کتنه کړې!

دستراتيژیکو مسایلو کارپوهان پدې انددي چې دایران او نړۍ ترمنځ دهسته اي تړون لاسلیک کول، افغانستان ته په ټولو برخو کې دیولوی اوبې مثله فرصت په اتوم اووښتی اوددغه پلان د نه توافق ادامه، پدې لحاظ هم ډپرلوی اووجاړونکی ګواښ ګڼل کيډای شو!!

افغانستان دهغو هېوادونو د زرګونو نظامي ځواکونو کور به دی چې د ایران اونړیوالو ځواکونو ترمنځ دهسته ای توافق د نه لاسلیک کولو په صورت کې به، د ایران اود هغه هېواد ددشمنانو ترمنځ نا انډوله جګړوله جګړه پېل شوې وای!

دافغانستان اولوېدیځو ځواکونو ترمنځ دامنیتې تړونو نودلاسلیک کولو اوپدې اړه له افغانستان سره دایرانیا نو دمخالفت یواځنی لامل همدا ووچې دهغه په پايله کې افغانستان دلوېدیځو ځواکونو کور به اوهمدا داند ېښنې وړدی!

دافغانستان پخوانیواو اوسنیوواکمنو په وارو واروله ایرانیوو اکمنو سره په کتنوکې هغوته ډاډ ورکړی دی چې زموږ خاوره به هېڅکله د ګاونډیو اوسیمې دهېوادونو په خاوره د بهرنیانو دیر غل په توګه ونه کارول شي، خو داهم باید هېرنه کړوچې دایران اونړۍ دجګړې دپئښېدو په صورت کې، دغه قولونه اووعدې په خپل ځای اوخپل حال نه په تې کېږي، داهغه څه دي چې هم افغانان پرې پوهېږي، هم ایرانیان پرې پوهېږي اوهم ددې دواړو غلیمان پرې پوهېږي !!

په هغه جګړه کې چې خورا ډېر زیان او ضربه، مقابل لوري ته اوړي، هغه لمړنی شی چې په لمړني ګام کې دېږي او مخئه ځي، هغه تړونونه اوپېما نونه دي چې دسولې په شرایطو کې دجګړې له پاره تړل ـ شوي وي، همدارنګه دهوډول جګړې دپېښېدو په صورت کې هغه څه چې ډ‌ېر موندل کږي، هغه د تړون دماتولو او دوعدو او قولونو مالتول او له منځه وړل دي ـ

په دې حساب، اوس چې د ایران اونړیوالو ځواکونو ترمنځ اتومي تړون لاسلیک شوی او څوورځي وروسته به يې نور وروستي مراحل هم پای ته ورسېږي او اجرايي ګامونه به پورته شي، هماغسې چې خوارلوی ګواښ د ایران اوافغانستان او ټولې سیمې څخه لېرې شوی، خورالوی فرصت هم ددې تړون ټول خواوو، دسیمې هېوادونو اوګاونډ یانو ـ له هغې جملې افغانستان ته په لاس ورغلی دی!

دهغو امیتازاتو په سیوري کې چې اتومي تړون ایران ته برابر کړي دي، افغانستان هم کولاشي چې ترنوو شرایطو لاندې، له ایران سره دخپلو دوه اړ خیزو اړیکو له پاره نوي امیتازات لاسته را وړي اوداډ پرمهم دي چې په یوه سوله ایزه اوډاډمنه فضاکې، دوه ګاونډي هېوادونه خپل تاريخي اړیکې، دخپلو پخوانیو اوپائېدونکو مشترکاتو پربنسټ بنا او پراختیاور کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5wb88rhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته