دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 121018
بې فکره اپوزیسیون اوبې پلانه حکومت
دادی دڅوورځو په تېرېدوسره، دنوې سیاسي ډلې دموجودیت له اعلان کولوڅخه، لاتراوسه همـ ددغې ډلې ډ آینده اوددې ډلې د راتلونکي حضورشاوخوا نظراودهغې ډلې مثبت یامنفي احتمالي غېز، دهېواد دډله ایزو رسنیو، دپاملرنې په محراق کې ځای لري!

هره رسنۍ دخپلې سلقې او یاسیاست ته دلید اوکتنې پربنسټ، ددغې ډلې حضورته پاملرنه او تحلیل اړولی او اړوي يې.

کډای شي چې ځینې رسنۍ په غرضي اومرضي کتنې اونظرسره، له ځانګړې نزاع او منظرڅخه، ددې هېواد دسیاست په ډګرکې، ددې ډلې شتون اوحضورته وګوري، خوکومـ تردید نشته چې دهېواد، دډله ایزورسنیو ډېرې دخپل قانوني حق په حکمـ اودهغه مسئولیت پربنسټ چې په خپلو اوږويې احساسوي، دډلې په په نیوکه پېل کوي څوددې ډلې داغېزکچه، په اوسنۍ حکومت دارې کې، ترڅېړنې اوازمونې اولاندې ونیسي اودډله ایزو رسنیو غرض له نیوکې څخه هغه دی چې په حکومت کې مثبت بدلونونه راشي، دهېواد په سیاسي دستګاه اواداره کې حاکمـ دکودمات شي اودخلکو په زړونوکې دهېلوټکي پېداشي.

دنوې ډلې په اړه دوه مهمو نظرونوشکل نیولی اونیوکې همـ ډېرې په ډې دوه محورونو څرخېږي. لمړي نظر، ددې ډلې په ترکیب باندې ګوته ایښې، دادی چې، هغو خلکوچې دانوی ائتلاف جوړکری، نا پېژاند خلک نه وواونه دي، کلونه کلونه يې دحکومت په دستګاه کې کارکړی، په یوډول يې عمرپه سیاست کې تېرکړی اوآبدیده شوي دي.

که دافغانستان پخوانی حکومت دمثبتوکارونو لرونکی ؤ، په یوډول نه ، یوډول ددې ډلې له کړنوسره اړیکه اونسبت لري اوپېداکوي يې! اوکه فساد، بې عدالتي، حق کشي اونور... شتون ولري، بیاهمـ همداډله، په هغې کې رول لري اوددې لمن همـ له هغوسره ککړه ده.

دوه یمـ هغه ټکې چې ددې ډلې په اړه ویل شوي، دادې چې ډېری هغه کسان چې ددې ډلې په شاوخواکې راټول شوي، جهادي مشران اورهران وواوزیاتره په همدې نومـ اوعنوان پېژندل کېږي. جهادي مشران، متاسفانه چندان ښه نومـ دحکومت داري اوسیاست بازي په ډګرکې نه لري.

جهادي فکرلرل، سره لدې چې ډېرنیک، پاک اوددرناوي، خودمطلوبې حکومت دارۍ لپاره یوازې جهادي فکرکفایت نه کوي. بله خبره داده چې جهادي فکر، نه څوک له نیوکې خلاصوي اونه همـ قداست اوپاکي وربښي اونه همـ هغه څوک، ښې حکومت دارۍ ته اماده کوي!

دجهادي مشرانو په کړنه باندې نیوکه همـ، دجهاد سپېڅلیتاته، د نه ارزښت، په معنا، نه دی، مجاهدان ټول میران دي، خوجهاد، دیوسپېڅلې کارپه عنوان اویومستمربهیردی چې داومـ لري اوهرکله، دمقتضیاتو پربنسټ، پرمؤمنانو واجبېږي.

درېیمـ ټکی چې مکث اودرنګ پرې نیول کېږي، هغه دی چې جهادي مشران، متاسفانه له له سیاسي معامله ګرۍ سره ډېرآشنادي نسبت دجهاد سپېڅلتیاته، یعنې داچې جهادي توب، عین جهادنه دی کومـ چې تېرشو. پرمجاهدینو باندې نیوکه، پرجهاد باندې دنیوکې په معناندی.

جهادیانوښودلې چې هرمهال يې په ګټولاس برشوی، خپل یاران او دوستان يې هېرکړي، بیايې په راکړه ورکړه اومعامله ګرۍ پېل کړی دی!

دغه مذمومـ او بدصفت، دکرزي دحکومت له لومړیوڅخه تراوسه شتون لري اوهېڅ ګمان اوباورنه کېږي چې نوي محورمیت ته راټول شوي افراددې لدې څخه مستثنا وي!

نوځکه هغه ډله چې پدې ځانګړنې سره وپېژندل شي، څنګه کېدای شي چې پرهغه باور وشي یادهغه په شتون اوحضور، دهېواد په سیاسي ډګرکې، ترې خوشحال زړه ولري؟

سره لدې چې تجربه شوي ټکي چې ځېنوډله ایزورسنیو پرې ګوته ایښې، نه شي کېدای چې له سترګويې لېرې کړو، خولیکوال په یوه ټکي ګوته ايږدي اوهغه غټوي.

محوری ټکی هغه دی چې هره ډله چې یوسیاسي جوړښت باندې نیوکه کوي اویا دیوتفکر دطریقې په نیوکه کولوباندې همت کوي، لومړی داچې نیوکه کوونکی باید هغه تیوریکي نظامـ چې جوړښت يې پرې پېل کړی، وپېژني، په هغه باندې اشراف ولري. دوه یمـ داچې بدیل تفکريې همـ په لستوڼي کې پاللی وي څود وتلولاروته وښيي.
پدې اساس، دیوه فکر اواندېشې منتقد نه شي کولای چې داندېشې اودلید دډول اودهغې په مخامخ کېدلوباندې پېل وکړي چې دپوهې اولیدکچه يې، له هغې اندیشې څخه په مراتبو ټيټه وي.

کله چې دیوسیاسي نظامـ اپوزیسیون، دسیاست په ډګرکې ګامـ ایږدي، لمرنی ګامـ اولمرنی قدمـ هغه دی جې جوړښت وپېژني. له پېژندنې څخه منظورهغه دی چې ددې نظامـ تیوریکی پايې وپېژني، ددې فکري نظامـ ستونځې اوموانع وپېژني، دغه مهال کولای شي چې له رکودنه دبېرون راوتلولپاره یوه چاره وسنجوي.

دمثال په توګه، که دچاذهن، تل دجهاد په مسایلوکې نښتی وي اوله جهاد اووسله والې مبارزې پرته، دهغه په ذهن کې ننوتی نه دی، دغه جهادي فرد یاډله ـ که څه همـ چې محترمـ اومعززوي؛ خویوښه سیاستچي اویوپیاوړی کنش ګربه نه وي!

برعکس، هغه همـ صادق دی، که چایوعمردحکومت دارۍ په اړوند تیوریکومسایلوکې تېرکړی وي، دسیاست په زیراوبمـ باندې ښه پوه شي اوپدې کوره کې يې اوبه لیدلې وي، نه شي کولای چې یوښه جهاد کوونکی واوسي! ترهغه وخته پورې دیوجهادي سربازپه عنوان مبارزه کوي، هېڅ کومه خبره نشته، خوکله چې دیوتیوریسن په عنوان دجهاد خبرې کوي، حتمآ به دهغه خبرې، له تناقض نه ډکې وي، او دجهادګرانو دپامـ وړمورد به ونه نیول شي!

ددې علت چې جهادي مشران، په یوډول، ټول له دیني مدرسوڅخه فارغ التحصیل شوي دي، هماغه دي چې دوئ دجهاد په اړوند زره کړو پوهېدل اوپه هغويې عمل کاوه.
پدې اساس، هرجوړښت دیولید اواندېښې دطرزپربنسټ استوارشوی دی. یوبهیرهغه مهال کولای شي له موفقیته ډک وي، یایوسیاسي جوړښت، هغه مهال دکاري توب توان لري چې دهغوئ تلونکي یاتعقیبوونکي، دهغه بهیرله تیوریکو لوړو ژوروڅخه اړینه پوهه ولري.

کرزی ولې په خپله حکومت داري کې موفق نه ؤ؟ ځکه چې دحکومت دارۍ دلارې چل نه ورته، معلومه نه وه چې که دکرزي دلیدنې اوکتنې طرز، دحکومت په نسبت سمـ نه شي او دحکومت دارۍ په اړوند تیورۍ پوه نه شي، هرکله چې حکومت ته راګرځي، هماغه اوګره اوهماغه کاسه به وي! پدې اساس جهادي مشران باید دا، ومني چې کمیت یې پدې ډګرکې ګود دی، نه شي کولای کومـ کار په مخ یوسي، لکه څنګه چې مخکی یې همـ پرمخ نه دی وړی. که ددې تمه ولري چې دحکومت په ساختماراوچوکاټ کې په ګډون سره کولای شي چې بدلون راولي، بیا به هم ونه شي کولای چې پدې کارتوفیق ومومي!!!

هغه کاردغه ډله يې سرته رسولای شي اواغېزمن وي، دحکومت غړوته نصیحت کول دي، هغوئ دې الهي تقوې ته راوغواړي، مرګ اومړه مېدل، دهغوې په نظرغټ ښکاري، دمرګ په اړه فکرکول دې دحکومت کوونکو په وجودکې ترزیق کړي، دوئ ته دې دقیامت په ورځ دپورته کيدو په اړه ، خداي(ج) ورپه یاد اود باري تعالی په یادولومشغول کړي، دآخرت دورځې له سختیودې ووپروي، دوې ته دې غوږ وهنه وکړي چې تاسې مسلمانان یاستئ او دمسلمانۍ په حکمـ دآخرت په ثواب اوعقاب باورمند یاستۍ، نوځکه داسې کارمه کوئ چې داعمالو دخرابیدو اودخداوند لایزال دقهرسبب شي.

البته دامنصب همـ څه کمـ منصب ندی چې یومسلمان دخدای(ج) له عذاب نه دځان بچ کولولپاره هلې ځلي وکړي. په پخواکې به علماوو، حاکمانو ته نصیحتونه کول، هغوئ به يې پرخلکوباندې له ظلمـ اوتېري څخه ویرول.

خوکه جهادي مشران دحکومت کولوغوښتونکي وي، باید زده کړې اودپوهې دلاسته راوړلو لپاره زیاد وباسي اوددې لارې ستونځوته تن ورکړي اوله هغوکسانوڅخه چې پدې کارکې خبره اوډيرپوه دي، مرسته وغواړي، په خپلولږومعنوي شتودې اتکانه کوي، زده کړې دې وکړي څودحکومت پرمسند دناسې وړشي. جهادي مشران له چاري پوهېږي چې په اوسنۍ نرۍ کې، له تخصص پرته هېڅ شي ممکن نه دي، خو دیوې ټولنې اداره اودیوهېواد دپرمختګ اوپراخیتالپاره پلان جوړول، څنګه کولای شي چې له تخصص پرته ممکن شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizzazvt1aru2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته