دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 121999
مملکتونه مخ ته ځی مونږ کښته!

کله چی مونژ نور د نړی مللکتونه مشران او دولتی خلک ته یی ګورو چی څنګه خپل د هیواد او ولس دپاره څه کارونه کوی او دوی له خپل مشران سره مقایسه کوو مونږته بیا معلومیږی چی په څه مصیبت دوچار یو.
په ریشتیا د نړی او زمونږ همسایګان مشران او قومندانان څه شی لری چی زمونږ مشران نلری؟ آیا دا ندی چی دوی انسانان دی او مونږ ټول له یو مور او پلار پیدا سوی یو؟ عقل او پوهنه او اکادمیک تحصیلات لرو؟!
په کوم دلیل یا دلایل سته چی مشران او بهرنی مملکتونه رهبران دغه توان لری چی خپل هیواد او خلک باعزت او توانمند وکی ، داسی چی په هر میدان او نړی کی ځان ښکاره کوی او څه د ویل دپاره لری؛ او په سیالداری اول دی.
اما پر بل مخ زمونږ مقامات او مشران د دوی تمام هنر او کمال په دا دی چی خپل لاس یا کچکول پورتکوی او د نورو څخه مرسته غواری او په دغه هم فخر کوی!
د اول او دوم او دریم قدرتمند هیوادونه تیریږو او د دوی قدرت او ثروت څخهاستفاده نه کوواو د هغه څخه تیریږو؛ خپل پام پر همسایګان باندی کوو که مونږ ته نیږدی دی او په دین او ژبه او عنعنات او کلتوربرابر یو؛ څرنګه چی مونږ افغانان دوی ته دال خور یا... یادوو .نن ورځ زمونږ اکثر اساسی او ضروری شیان خاص د دوی مشران او دولتی خلک د زره سوزی پر خپل ولس باند او د دوی ولس په کوښښ کی زمونږ مایحتاج برابریږی او دهغه په بدل کی غټ پیسی او لوټونه ورکوو او په دغه شکل باندی کالونه کیږی چی مونږ په دوی باندی محتاج یو.
زمونږ همسایګان د شپی او ورځ په کار او تلاش باندی او د دوی د مشران د زره سوزی په خاطر نن د اتم او نور هسته انرژی څخه مفید کار اخلی او دغه نقشه لری چی خپل ولس وساکی او دوی په اسایش ورسوی او غواری چی خپل مملکت لکه نور مملکتونه په اولا درجه ورسوی او هم دغه غواری چی ځان تر نور سیالونه هم بالاتر کی.
د جنوبی همسایګان او د دوی مشران او رهبران خاص په دغه خاطر چی دوی د غربی مملکتونه د استعمار په واسته قدرت او ثروت په نا مشروعه توکه تول کری دی چی تیر سو؛ ځکه چی پاکستان کله چی د هند څخه جلا سول د غربی مملکتو علل خصوص د استعمار پلار بریتانیا په لاس کی سو، پس له هغه پاکستان هم یو کاپی د انګلیس سو او د انګلیس پر داخلی او بهرنی سیاست او دوی حکومت دپاره دی.
د پاکستان مملکت او دولت یو جلا بحث او ایثتثنا دی چی په هیڅ عنوان ښایسته ندی چی د دوی څخه افغانیستان یا نورمملکتونه استفاده وکی ؛ ځکه چی که یو دولت یا ملت وغواری چی له غیر انسانی او بشری له عمله او د تروریزم او انتحاریانو په واسطه کی د بی ګناه خلک په وژلو سره ګته واخلی او د دغه کارونه او غیر شرعی او حرام طریقه خپل قدرت او ثروت زیاته کی دغه بهتره ده چی هغه مملکت دولت او خلک همداسی ضعیفه پاته سی.
زمونږ نور همسایګان وضعیت فرق لری. تقریبا هیڅ څوک لکه زمونږ جنوب همسایه غوندی ندی په دوغو په مابین کی جمهوری اسلامی ایران او د هغو مشران او د خپل ولس دپاره ښه زره سوزی لری ، فی الواقع کولای سو مونږ د دوی څخه یو الګو واخلو نه تنها زمونږ د دولت او مشران بلکی د نور اسلامی مملکتونه هم ښه دی چی د دوی څخه الګو واخلی ځکه دوی هم د اسلام او دیانت او انسانیت الفبا هم اشنایی نلری.
بی له ایران نور همسایګان به غیر له دینی حکومت، در ملی حاکمیت او ولس دپاره یو څه موفق ؤو. هم په دولت او هم په خپل حکومت کی او په خپل ولس دیر خدمتونه کری دی ، او په برخی مواردو کی د بریښنا د صادرولو انرژی مطرح دی حداقل په تول کمیات هم چی دوی لری خپل د امکاناتو څخه ښه کار اخیستی دی چی د افغانستان په سرنوشت کی دوچار ونه سی.
اما په دی مابین کی ایا معلومه دی چی زمونږ مشران او قومندانان څه کوی؛ ایا دوی پوهیژی دغه چوکی د چیشی په خاطر دوی ته ورکرسوی دی؟ د دی هدف او انګیزه چی شی دی؟ ولی د افغانستان محروم او ګرفتار ولس دوی ته رای ورکری دی او دوی ته د خپل سرنوشت اختیارورکری دی؟!
زمونږ ولس په دغه یو نیم کالو کی چی د دغه بی خیراو برکت دولت څخه تیر سوی دی، د چوکیداران او مشران بی له غټی شعارونه او هم ښه او ښکلی او مدرن ویدیو کنفرانس او یا د جهانی کنفرانس او داخلی کنفرانس چی د رییس جمهور په وسیله انجام سوی دی او هم د لوکوس ژستونه او خبری چی پشتوانه نلری او د اجرایی رییس په طریقه اجرا کیږی هیڅ ریښتنی زره سوزی نلری او تلاش د دی دپاره چی د ولس او هیواد دپاره ښه یی د مشرانو لخوا ندی سوی!
واقعیت دادی چی افغانان ښه ولس او کاریګر خلک لری که زمونږ مشران یو څه توجه په دوغو باندی چی زمونږ سرمایه دی وکی او په تدبیراو ښه مدیریت کولای سی دغه هیواد او وطن له کښته ځایونه پرلو‌‎ړمرتبه ورسوی. اما افسوس هماغه چی زمونږ خلک نجیب او ښه زورمند دی دوغونی هم زمونږ چوکیداران او مشران ضغیفه دی.
مونږ یو نوی نسل رهبر او لایق حکومت ته اړتیا لرو چی دغه ولس ښایستګی د هغه لری او مونږ د دغه حالات څخه خلاص کری.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyq9qyak9xy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته