دخپریدو نیټه :جمعه ۱ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 54481
بریالیتوب اعلان کړئ او له افغانستانه ووځئ
تاند - دا د فارن پالیسي خپرونې د یوې مقالې سرلیک دی چې د ویتنام د جګړې په کلونو کې یې د امریکا د مشرانو جرګې د ویرمونټ ایالت یوه غړي په څرګندونو پیل کړې ده. د ویتنام په جګړه کې سناتور جورج ایکن وړاندیز کړی و، د دې لپاره چې له ویتنام څخه په عزت ووځو، ښه دا ده چې امریکا بریالیتوب اعلان کړي او له دې هیواده ووځي.

د فارن پالیسي له لیکنې سره سم د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن سبا په افغانستان کې تقریباً هماغه کار کوي. اوباما مخکې لا ویلي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلونیت لري.

د فارن پالیسي له مخې، څرنګه چې امریکایان او د امریکا حکومت نه غواړي چې پر خپلې ماتې یا تېروتنو اقرار وکړي، داسي پلمه کوي چې ګواکي د دوی د افغانستان پالیسي بریالۍ ده او دلته یې لویه کامیابي ترلاسه کړې ده، حال دا چې طالبانو بشپړه ماتې نه ده کړې، د ولسمشر کرزي حکومت ناموثره دی، فساد پکې لږ شوی نه دی او پاکستان لا هم د خپلو پلوي ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي.

پر دې سربېره د نشریې له مخې د افغانستان حکومت د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته د خپلو امنیتي ځواکونو د معاشونو د ورکولو وس نه لري او دا هم څرګنده نه ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به په دې هیواد کې څه پېښ شي.

فارن پالیسي لیکلي: د امریکا حکومت په ځانګړي ډول غواړي چې موږ او نړۍ په دې باور وکړي چې په ۲۰۰۹ کې د جګړې په پراخولو سره یې د جګړې انډول بدل کړ او د طالبانو ملا یې ماته کړه. په افغانستان کې یې داسي امنیتي ځواک رامنځته کړی چې له دغه هیواده زموږ د پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان ساتنه کولی شي.

فارن پالیسي په داسي یو حالت کې له افغانستانه د قواوو ایستل او د بریالیتوب اعلان په حقیقت کې د ستراتیژۍ د ناکامېدو ښکارندوی بولي.
https://avapress.com/vdcjvxei.uqexoz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته