دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۲۲
د مطلب کود : 47525
په افغانستان کې جنګیالي ځواکونو بشر دوستانه قوانینوته پاملرنه، نه لري
دواکمنو سرچینو له لوري دخپرې شوې شمیرې پربنسټ، دتیرو شپږ ومیاشتو په اوږدوکې، هدفمنو وژنو ۵۰سلنه اودملکي وګړو مرګ ژوبلي ۱۷ سلنه ډیروالی موندلی دی.
په افغانستان کې دناامنیو دکمولو لپاره، دامنیني او نړیوالو واکمنو له ډیرو ادعاګانو سره سره، دملګي وګړو مرګ ژوبله ورځ تربلې مخ په ډیریدو دی، داپه داسې حال کې دی چې په هیواد کې دملکي وګړو له مرګ ژوبلې سربیره، هدفمنو وژنو هم ډیروالی موندلی دی.
دواکمنو سرچینو له لوري دخپرې شوې شمیرې پربنسټ، دتیرو شپږ ومیاشتو په اوږدوکې، هدفمنو وژنو ۵۰سلنه اودملکي وګړو مرګ ژوبلي ۱۷ سلنه ډیروالی موندلی دی.
له شتو خبرونو سره سم، په تیرو شپږو میاشتو کې، دهیواد دشمال په پنځو ولایتونو کې، له ۳۱۷ تنو څخه ډیر ملکي وګړي تپیان او وژل شوي دي.
په افغانستان کې دبشر دحقونو فعال غړی((فرهاد نادري)) له صدای افغان(افغان غږ خبری آژانس) آژانس سره په یوه ځانګري مرکه کې وویل: دملکي وګړو دمرګ ژوبلي ډیرښت بیلابیل لاملونه لري، له هغې جملې څخه په افغانستان کې دملکې وګړو دمرګ ژوبلې ډیرښت دموجودو جنګیالیو ترمنځ دکشمکشونوشتون دی.
هغه وویل: په هیواد کې په جګړه اخته ځواکونو، دبشر دوستانه قوانینو په وړاندې دهغوی دمسئوايتونو او مكلفيتونو نه منل او دملكي وګړو زیان رسولو ته له نه پاملرنې سرچینه اخلي.
دبشر دحقونو دغه کار پوه زیاته کړه: دتیرو دوه کاله په اوږدوکې، ملکي وګړو ډیړه دمرګ ژوبله د ددولت دمخالفو ځواکونو او طالبانو له لوري وه ددولت ددولت مخالف ځواکونو، په خپلو نظامي موخو پسې دي او ددې لپاره چې خپل شتون ځواکمن وښیي، په نا امنۍ لاس پورې کوي.
ښاغلي نادري څرګنده کړه: ددولت دمخالفو ځواکونو دغه کړنې ددې ښکارندوی دي چې هغغوی دملګرو ملتوله لوري ټاکل شویو قوانینو ته چې دجګړېې قوانین او دملي وګړو حقونه یې ټاکل دی، هیڅ پاملرنه، نه کوي او دخلکو ځان او روح شتون ورته څه ارزښت نه لري.
دهغه په باور، دجګړو او ځان وژنکو بریدونو تمرکز، د دولت دمخالفینو له خوا په هغو سیموکې کیږي چې خلک هلته ډیر شتون لري چې داپخپله دملکي وګړو پر مرګ ژوبلې د دیرښت لامل دی.
ښاغلي نادري دخلکو وژنو له علملینو سره دبرخورد په اړه ددولت کمزور تیاهم دملکي وګړو دمرګ ژلې دډیرښت له لاملونوخخه وګنل اوویې ویل: خلک په تمه دي چې دولت به په قاطع ډول ددې مجرمینو په مقابل کې دخلکو دحقونو ملاټر وکړي او هغوﺉ به دخپلو عملونو په سزا ورسوي، خو دافغانستان خلک تل ددې شاهدان ووچې دافغانستان دولت نه یوازې داچې ددې جنایتونو عاملین دقانون پنجو ته نه دي سپارلي او دخلکو له غوښتنو سره سم یې دخپلو کړنو په سزا نه دي روسولي، بلکې هغوﺉ یې تل دخپلې بښنې وړګرځولي او دمظلومو خلکو حقونو یې نالیدني ګڼلي دي.
دبشر دحقونو ددغه کار پوه په وینا: دولت تل دطالبانو او ددولت دمخالفینو له لورې دغه جنایتونو توجیه کړي چې کیدای شي دغه جنایتونو تقبیح کړي دي.
نادري وویل: په افغانستان کې هدفمن قتلونه، ددغه قتلونه دعاملینو د سیاسي موخود تنګښت لپاره سرته رسیږي او هغه کسان چې په داسې اعمالو لاس پورې کوي، په ځانګړو سیاسي او نظامي موخو پسې دي.
دهغه په پارو، ددغو جنایتونو عاملین،څوګونې موخې پرمخ بیایې،لمړی،خپل سیاسي او امنیتي موانع له مخې لیرې کوي. دووم، ډار،ویره اووحشت خپروي او ددې ډول بریدونو په سرته رسولو خپل شتون دیوفعال او ځواکمن ځواک په توګه ثابتوي او په پای کې هم کومه ځواکونو چې دخلکو او ملت دګټو لپاره کار کوي، غواړي هغه له پیښو وغورځوي.
هغه په پای کې وویل: طالبان له دولتي ځواکونو سره مخامخ جګړو توان نه لري،نو په همدې دلیل ځان وژونکو بریدونو او دسرک غاړو دماینونو خښولوته ــ چې ډیری قربانیان یې ملکي وګړي دي، مخه کوي. 

سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcammny.49n0u1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته