دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 117622
پوتین: ای ام اف دې اوکراین ته درې میلیارډ ډالره اضافي پور ورکړي
پوتین پرون وویل، دا ډیره ساده خبره ده، اوکراین ته دغه درې میلیارډ ډالر ورکړای چې دا هېواد وکولای شي خپل پور پرې کړي او ټول به خوشحاله وي.

مسکو په خپله غوښتنه ټینګ دی چې کییف باید د ډیسمبر تر ضرب الاجل پورې خپل پور ورکړي.

اوکراین د پخواني روس پلوه ولسمشر ویکتوریانوکوویچ چې د ۲۰۱۴ کال په فبروري کې له قدرته لیرې شو، د واکمني په جریان کې د روسيې پوروړی دی.

روسیې ویلي چې که اوکراین خپل مسولیت پرځای نکړي د محکمو او نورولارو به پردې هیواد فشار راولي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewf8zwjh8zpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته