دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۰۷
د مطلب کود : 137528
طالبان شاید د افغانستان او روسیی او ایران د اړیکی د خرابولو لپاره مارک سوی سلاحوی د بازار څخه رانیسی
په فراه کی د روسی پرمختللی سلاحوو څخه د طالبانو مجهز کیدلو خبرو په خپریدو سره، د ملی دفاع وزارت وایی امکان لری دا سلاح په روسی او ایرانی مارک سره بازار څخه رانیول سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په خبرګزاری سره، د ملی دفاع وزارت ویاند دولت وزیری رسنیو ته وویل: د افغانستان حکومت په دی اړه په دقیقه توګه څیړنه کوی چی آیا په واقعیت سره دا سلاحوی چی مخالفینو سره دی د روسیی جوړ دی او د روسیی له لوری ورکړل سوی دی که نه؟
ښاغلی وزیری اضافه کړ: د روسیی جوړ سلاحوی او ایرانی مارکونه په آزاد بازار کی هم خرڅول کیږی او طالبان د همدی لپاره د افغانستان اړیکی د روسیی، ایران او نورو ګاونډی هیوادونو سره خراب کړی کیدلای سی د آزاد بازار څخه هم دا سلاحوی رانیول سی.
دا په داسی حال کی دی چی د فراه پولیس قوماندان مدعی سوی دی چی طالبان د دولتی ځواکونو سره په جنګ کی د روسی پرمختللی سلاحوو څخه ګټه اخلی.
توریالی عبدیانی ددی ولایت پولیسو قوماندان وایی چی په دی آخرو کی دری ډوله سلاحوی د طالبانو لاس ته لویدلی دی.
هغه وویل چی د شب بین، اتیا توپونه او دوه میلیمتیری راکتونه ځمکنۍ اسلحی د هغه سلاحوو څخه دی چی طالبان په جنګ کی د هغه څخه ګټه اخیستی دی.
محمد آصف ننګ د فراه والی هم  اندیښنی په ښودلو سره وویل چی تراوسه مشخص نه دی دا سلاحوی د کوم طریقی څخه طالبانو ته رسیږی.
د فراه ولایت د جاری کال د شروع څخه تر اوسه طالبان د ځواک په جذبولو سره، خپلو سرتیرو شمیر ډیر کړی دی او توانیدلی دی چی لوی جنګونه رامنځته کړی.
همدارنګه د رارسیدلی ګزارشونو په اساس د فراه څخه، امنیتی ځواکونه سخت کال په دی ولایت کی تیرکړی دی ځکه چی د طالبانو حملی په جاری کال کی د تیر کال په نسبت په پراخ ډول سره وو.
روسیه او ایران هر وخت د نظامی او مالی ملاتړد طالبانو لپاره رد کړی دی.
https://avapress.com/vdcb5zb8wrhbfsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته