دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 163565
جلال آباد ښار کې مستوفیت ودانۍ باندی وسله والو برید
د ننګرهار ولایتی چارواکو په وینا شاوخوا ۱۲:۳۰ بجي څو تنه وسله وال د جلال آباد ښار د مستوفیت پر ودانی برید کړي چی له امله یی ۹ تنه وژل شوی او ۳۶ تنه ټپیان شوی دی.

د وسله والو بریدکوونکو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه لا روانه ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وایی،چې تراوسه د برید له ځایه شپږ مړي او تر دیرشو ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د دغه برید په پیل کې د مستوفیت د ودانۍ مخې ته لومړی یو بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکرې او بیا د بریدکوونکو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې، چې لا روانه ده.
امنیتي چارواکي وايي، یو بل بریدګر هم افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdcb0fb8srhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته