دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۴
د مطلب کود : 167505
راتلونکې اونۍ کې افغانستان، سعودی، امریکا او متحده اماراتو ترمنځ څلور اړخیزه ناسته ترسره کیږی
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، روانه اوونۍ به د افغان سولې په اړه د افغانستان، سعودي عربستان، امریکا او عربي متحده اماراتو ترمنځ څلور اړخیزه ناسته وشي.

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د خبرو د هڅو په دوام، د سولې عالي شورا وايي چې په نېږدې راتلونکې کې به افغانان د مهمو غونډو شاهدان وي.
د سولې عالي شورا او د علماوو شورا مسؤلینو د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې روانه اوونۍ به د افغان سولې په اړه مهمه څلور اړخیزه او دغه شان د پاکستاني او افغاني علماوو ناسته جوړه شي.
د سولې د عالی شورا د دارلانشا مشر اکرم خپلواک وايي، څلور اړخیزه ناسته به د سعودي عربستان، افغانستان، امریکا او عربي متحده اماراتو ترمنځ ترسره شي.

دی زیاتوي:
"ان شالله په همدې اوونۍ کې د افغانستان، سعودي عربستان، امریکا او عربي متحده اماراتو ترمنځ څلور اړخیزه ناسته ترسره کېږي، ځیني نور پرورګرامونه هم لرو چې ترڅو د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو په برخه کې ټولې بهانې ختمې شي او دوی خبرو ته حاضر شي."
اکرام خپلواک د څلور اړخیزې ناستې په اړه د زیاتو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو یوې دولتي سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د محرمیت له کبله یې نوم یاد شي، ازادي راډیو ته وویل چې یاده څلور اړخیزه ناسته به په کابل او یاهم ریاض کې جوړه شي.

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا د معلوماتو له مخې، تمه کېږي چې په نېږدې راتلونکې کې د عالمانو شورا یو پلاوی قطر ته سفر وکړي او هلته به له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.
د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر وايي چې افغان حکومت به له ټولو امکاناتو په استفادې هڅه وکړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا ان بي سي خبري شبکې د طالبانو او امریکايي ډپیلوماتو ترمنځ د خبرو په اړه هم راپور ورکړی دی.
یادې سرچینې د ځینو طالبانو له قوله ویلي چې دواړو خواوو په افغانستان، پاکستان او قطر کې له یو بل سره کتلي دي.
 
https://avapress.com/vdcjyaeviuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته