دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 167604
په کندهار کې طالبانو یو مهم ډلې نیول کیدنه
په کندهار ولایت کې د ملي امنیت ریاست ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یوه مهمه برید کوونکي ډله نیول شوی.

د کندهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې په نیول شوی کې امین الله د عصمت الله زوی، رحمت الله د شهاب الدین زوی، عبدالمالک د فیروز خان زوی، نورعلي مشهوره په خان محمد دعبدالبصیر زوی شامل دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوي کسان د کندهار ښار په شمول په شاوليکوټ، خاکرېز او میوند ولسوالیو کي د دولت په ضد ورانکار او ترهګریز فعالیتونه ترسره کول او په یادو ولسوالیو کې يې په لویو لارو کي ماینونه ښخول چي دولتي موټران اونور نقلیه وسایط یې په نښه او له منځه وړل او همداراز یې پر امنیتي پوستو باندي ګڼ شمېر ډلیز بریدونه هم ترسره کړي دي .
د ولایت مقام په وینا، نوموړي کسان د کندهار د ملي امنیت ریاست د بیداره او ویښو منسوبینو له خوا کشف وروسته د اوپراتیفي څېړونو او دقیقو معلوماتو څخه د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې ونیول سوه چي یادو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی .
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcjyaevxuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته