د کندهار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال عبدالبشير خاکسار وایي، د تېرو څو ورځو راهيسې د کندهار په لويديځو ولسوالیو، پنجوايي، ژړۍ او ميوند کې د وسلهوالو پرضد عمليات پېل شوي چې يوازې تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د چغنې په کلي د يوې نښتې پرمهال پنځه وسلهوال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
خاکسار وویل چې پهدې عملياتو کې امنیتي ځواکونو ته زيان نهدی اوښتې.
د دولت وسلهوالو مخالفينو تراوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.