دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 172763
په کندهار ولایت کې پارلمانی ټاکنې د لړم میاشتې په پنځمه ترسره کیږی
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې به د لړم میاشتې په پنځمه نیټه ترسره شي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز ملي امنیت شورا د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن  غرمه د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي ”د ټاکنو په اړه د ملي امنیت شورا ځانګړې ناستې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د کندهار د وروستۍ پېښې له امله په یاد ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنو د ځنډولو په اړه د کندهار د ولسونو د وړاندیز په اړه پرېکړه وکړه چې د ولسونو د دغه وړاندیز په درناوي دې په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د لړم میاشتې په ۵ نېټه ترسره شي. “
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازاق او د کندهار ملي امنیت رئیس جنرال عبدالمومن حسین خېل تېره ورځ د یوه برید په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په همدې حال کې ارګ ماڼی وایي په دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست  په جلا وړاندیزونو او د هېواد د جمهور رئیس په منظورۍ د کندهار مخکېني امنیه قومندان شهید جنرال عبدالرازق ته د ستر پاسوالۍ او د کندهار د امنیت مخکېني رئیس شهید جنرال عبدالمومن حسین خېل ته د ډګر جنرالۍ  رتبې ورکړل شوې.
 
https://avapress.com/vdcb05b8frhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته