دغه راپور چې په فضا او ځمکه کې د راتلونکې احتمالي جګړې په اړه د چهارشنبې په ورځ خپور شو وايي، د امریکا پوځ برلاسی نه دی او د راتلونکې احتمالي جګړې پر مهال ښايي ډېر تلفات ورکړي او اصلي زېرمې له لاسه ورکړي.
د ملي دفاع د ستراتېژۍکميسیون تېر کال د امريکا کانګریس جوړ کړ، تر څو د ډونالډ ټرمپ د ادارې د ملي دفاع ستراتېژي وارزوي.
که څه هم د پوځ د پياوړتیا لپاره د امریکا دفاع وزارت ۷۰۰ ميليارده ډالره بوديجه ځانګړې کړې، خو دې راپور کې دا بودیجه د هغو هدفونو لپاره کافي نه ده بلل شوې چې د ټرمپ ادارې د ملي دفاع د ستراتېژۍ لپاره ټاکل دي.
دې کميسیون څرګنده کړې چې ایران او شمالي کوریا هم خپل پوځي ځواک زیات کړی دی.
د ملي دفاع د ستراتېژۍ په راپور کې په راتلونکې سترې جګړې کې د بریالتوب لپاره ۳۲ وړانديزونه شوي دي او زیاته شوې چې امریکا په فضا کې چې د راتلونکې جګړې برخه به وي، بايد وړاندې شي.