دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 175564
بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالی کې دوه مکتبونه ګټه اخیستنې ته وړاندی شو
بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالی کې کنک او شرشری دوه مکتبونو تعمیر افتتاح او ګټه اخیستنې ته وړاندی شو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د معارف وزارت خبرنامه څخه په نقل سره، ددی دوو مکتبونو پراختیا په مراسمو کې چی یکاولنګ ولسوالی کې ترسره شویدی؛ محمد ایوب آروین، د بامیان ولایت معارف رئیس د شرشری مکتب جوړښت لګښت ۷ میلیون افغانی د دولتی بودجی څخه او کنک مکتب لګښت د ۹ میلیونو افغانیو څخه ډیر د سویدن مالی کمیته په ملاتړ اعلان کړ.
محمد طاهر زهیر، بامیان والی هم په دی مراسمو کې کوچنیانو زده کړیز فرصتونو پراختیا باندی او تعلیم او تربیه کیفیت ښه کیدو لپاره په دی ولایت کې ټینګار کړی دی.
د یادولو وړ دی چی سږ کال د بامیان په ولایت کې ۱۲ اساسی ساختمانی پروژی او ۶۹ مکاتبو ساختمانی ترمیماتی پروژی اجرا شوی، همدارنګه د دوو مکتبونو جوړولو پروژه او ۲۴ مکتبونو ساختمانونو کمبودی رفع کولو کار پروژه تدارکاتی مرحله کې قرار لری.
 
https://avapress.com/vdcd9k0foyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته