دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 253960
په غزني کې د کولرا د ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دی
په غزني کې د اسلامي امارت روغتیايي چارواکو تایید کړې، چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت د ګیرو ولسوالۍ ۱۵۰ اوسېدونکي له یوه کاریز څخه د اوبو له څښلو وروسته مسموم شوي دي. د دوی په وینا مسمومیت د کولرا له امله شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس، په غزني کې د اسلامي امارت روغتیايي چارواکو تایید کړې، چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت د ګیرو ولسوالۍ ۱۵۰ اوسېدونکي د یوه کاریز د اوبو له څښلو وروسته مسموم شوي دي.

د ځايي خلکو په وينا، دغه ناروغي يوه اوونۍ وړاندې د ګېرو ولسوالۍ په قلمي کلي کې رامنځته شوې وه، چې ۹۰ کسان پرې اخته شوي وو.

د سیمې اوسیدونکي وایي، د روغتبايي  چارواکو غفلت د غزني په نورو ولسوالیو کې هم د کولرا د خپریدو لامل شوی دی.

دا مهال په غزني کې ۱۵۰ ښځې، ماشومان او لویان په کولرا اخته دي.

کولرا یوه حاد اسهال ناروغي ده چې د Vibrio cholerae په نوم د میکروب له امله رامینځته کیږي. دا میکروب د کولمو څخه تر تېرېدو وروسته د ناپاکو اوبو په خوړلو سره زیاتیږي او د کولمو له دیوال څخه د زهرجنو موادو د خپریدو او د اوبو او مالګو د زیاتیدو لامل ګرځي، چې د اسهال سبب کیږي.
 
https://avapress.com/vdcaienuw49nmo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته