دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 260817
په افغانستان کې د غالیو صنعت ۲۵ سلنه وده کړې
د بلخ ولايت د غاليو د اتحاديې مشر وايي: په هېواد کې د غاليو د توليد بهير د پخوا په پرتله ۲۵ سلنه وده کړې او دا د دې ښودنه کوي چې خلک د غاليو توليد ته متوجه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - بلخ: د بلخ ولایت د غالیو اتحادیې مشر حاجي انور رحیمي د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې د افغانستان په شمال کې د غالیو د تولید د زیاتوالي په اړه وویل: د رسنیو فعالیتونه په ځانګړې توګه د افغان غږ خبري آژانس د غالیو د تولید او خرڅلاو په برخه کې د هیواد په کچه مهم رول لوبولی دی او باید ووایم چې سږ کال د غالیو اوبدونکو او سوداګرو د ګټي په حالت کي دي.
 
هغه وويل، چې په هېواد کې د غاليو د توليد بهير د پخوا په پرتله ٢٥ سلنه زيات شوى او دا د دې ښکارندويي کوي، چې عام خلک د غالۍ اوبدلو په برخه کې متوجه شوي او د شته ظرفيت له مخې موږ کولاى شو، چې د ډېرو خلکو لپاره د غالۍ اوبدلو زمينه برابره کړو.
 
د بلخ د غاليو د اتحاديې مشر زياته کړه، چې د غاليو صنعت وده نه يوازې د هېواد او کورنيو اقتصاد ښه کوي، بلکې زموږ افغاني کلتور او هويت هم پياوړی کوي، ځکه زموږ ګران هېواد افغانستان د ښايسته او با کيفيته غالۍ په لرلو سره شهرت لري او موږ باید دا ښه نوم په اسانۍ له لاسه ورنکړو.
 
رحيمي وویل: چي په نړيوال بازار کې د افغاني غاليو د پېرلو وضعيت ښه دى، خو زموږ لپاره د قناعت وړ نه دى او بايد زموږ د غاليو د صادراتو کچه لوړه شي او د افغاني غاليو د بازارموندنې د ښه والي په اړه خبرې اترې وشي.
 
ده په دوام کي وويل: د افغانستان زياتره غالۍ د ګاونډيو هېوادونو له لارې صادرېږي او دا موضوع د منلو وړ نه ده او موږ هڅه کوو چې افغاني غالۍ له بشپړېدو وروسته په مستقيم ډول د نړۍ بازار ته داخل کړو او له ټولو غالۍ اوبدونکو او سوداګرو څخه غوښتنه کوم چې په دې برخه کې پياوړي اوسي.
 
له بلې خوا د مزارشريف ښار يو شمېر غالۍ پلورونکو د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل: په دې وروستيو کې يو زيات شمېر ښځې او نارينه د غاليو صنعت ته مخه کړې، خو له بده مرغه په ​​دغه صنعت کې د پانګونې ظرفيت کافي نه دى او چارواکي باید دې سکتور ته ځانګړې پاملرنه وکړي ځکه چې دا اقتصادي وده او د کار زمینه برابروي.
 
دوی وویل، چې بېکارۍ او بې وزلۍ د خلکو د ژوند شرایط خراب کړي او که د غالیو تولید او نورو صنایعو ظرفیتونه پیاوړي نه شي، یو بشري ناورین به رامنځته شي.
 
https://avapress.com/vdcjvye8auqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته