دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 262545
د سالنګ د اورلګیدنې د قربانیانو شمیر ۲۰ تنه مړه او ۳۷ ټپیانو ته ورسید
د عامې روغتیا وزارت او د پروان ولایت چارواکي وايي، چې تر اوسه د پېښې له ځایه ۲۰ مړي او ۳۷ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې په تونل کې څومره مړي او ټپیان پاتې دي. د فواید عامې وزارت ویاند دا هم وویل چې لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې او مسافر باید تر بل خبرتیا پورې سالنګ ته تګ راتګ ونه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان عمر نن دوشنبه د قوس ۲۸ مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې تر اوسه په دې پیښه کې د وژل شویو شمیر معلوم نه دی، خو د ټپيانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.
 
په همدې حال کې د پروان د پولیسو ویاند کامران زید له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل چې د اور لګېدنې له پېښې څخه تر اوسه د پولیسو له خوا ۱۲ مړي او ۲۵ ټپیان د پروان روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
د پروان د پوليسو د وياند په وينا، په دې پېښه کې له وژل شويو ١٢ کسانو څخه ١١ يې په بشپړه توګه سوځېدلي او د هغوى هويت نه دى معلوم شوى.
 
هغه زياته کړه، چې د سالنګ له شمالي لوري څخه ٨ مړي او پنځه ټپيان د پلخمري ښار ته لېږدول شوي دي.
 
زید وویل: د سالنګ تونل دننه لا هم له لوګي ډکه ده او کله چې زموږ ځواکونه غواړي خلک وژغوري یا جسدونه انتقال کړي، ساه نشي اخستلي، خو له دې سره سره هم هڅې دوام لري.
 
د پروان د پوليسو وياند زياته کړه، چې د سالنګ تونل د تيارې له امله لوګي رامنځته شوي، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې څومره مړي او ټپيان په تونل کې بند پاتې دي.
 
دغه راز د فواید عامې وزارت ویاند عبدالحمید مصباح نن افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې اورلګېدنه له پرون راهیسې بنده شوې، خو د سالنګ لاره لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
 
هغه زیاته کړه، د سالنګونو پاکول دوام لري او مسافر باید تر بل خبرتیا پورې سالنګ ته له تګ څخه ډډه وکړي.
 
په شمالي سالنګ کې اورلګېدنه د شنبې په شپه (قوس ۲۶) د سهار په  وروسته له هغه پیل شوه چې د تېلو په یوه ټانکر کې اور ولګېد.
 
اور د شمالي سالنګ د تونل د بندیدو او ګڼې ګوڼې له امله دوام درلود او پرون سهار اته بجې د اور وژنې ادارې وکولای شول چې اور مړ کړي.
 
یو شمېر خبري سرچینو د وژل شویو شمېر ۶۳ تنه اعلان کړی، خو د عامې روغتیا او فواید عامې وزارتونو ویاند دا خبره رد کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcjx8e8iuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته