دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 262769
یوناما: له نشه یي توکو سره د مبارزې پایلې به د راتلونکي کال په پیل کې معلومه شي
ملګري ملتونه وايي، اسلامي امارت تر اوسه پورې د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی، خو د پایلو په اړه یې خوشبیني له وخته مخکې ده.
افغان غږ خبری آژانس: ملګري ملتونه وايي، که څه هم د روان کال په لومړي فصل کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی، خو دوی تمه لري چې د اسلامي امارت د مشر د حکم په پلي کیدو سره به د کوکنارو کښت کم شي.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتنبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې اسلامي امارت تر اوسه د دغه فرمان په عملي کولو کې ښه کار کړی، خو په درېیو میاشتو کې به معلومه شي چې ایا طالبان د بندیزونو په لګولو کې جدي دي که نه؟
 
د ملګرو ملتونو په راپور کې چې د روان کال د عقرب د میاشتې په پیل کې خپور شو، راغلي چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه زیات شوی، خو اسلامي امارت هغه مهال ادعا کړې وه چې د راپور موندنې د حکم پر وړاندې دي.
 
د هیواد په ګرمو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت د نوي فصل له پیل څخه درې اونۍ تیریږي او اسلامي امارت ادعا کوي چې په تیره یوه اونۍ کې یې په اروزګان، هلمند، لغمان او کنړ ولایتونو کې تر سلو جریبه زیاته ځمکه له کوکنارو څخه پاکه کړې ده.
 
د ملګرو ملتونو په نوي راپور کې، چې د دغه سازمان امنیت شورا ته وړاندې شوی، ویل شوي چې اوس هم د نړۍ (۸۵) سلنه تریاک په افغانستان کې تولیدیږي او د قاچاق پر وړاندې یې کوم خنډ نشته.
 
د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه یي توکو په تولید کې یې د بیتاومین پر ټولولو بندیز لګول او له نشه یي توکو سره د مبارزې برخه ده، له همدې امله یې تېره اوونۍ په فراه، غور او هلمند ولایتونو کې درې ګودامونه کشف او سوځولي دي.
 
https://avapress.com/vdch-iniw23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته