دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 262790
د سالنګ اور لګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي
د فواید عامې وزارت ویاند وايي چې اور لګېدنې د سالنګ تونل په جدي توګه نه دی ویجاړ کړی. خو په دې پېښه کې ۲۵ مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر سوځېدلي او خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د ټولګټو وزارت ویاند عبدالحمید مصباح نن (شنبه، قوس ۳) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په شمالي سالنګ کې د تېرې شنبې په اور لګېدنه کې ۱۳ مسافر وړونکي موټر، ۱۰ بار وړونکي موټر او دوه تونس موټر له منځه تللي دي.
 
هغه زياته کړه چې د زيانونو کره شمېره نه ده معلومه، خو لیدل کیږي چې خلکو ته لوی زیانونه اوښتي دي.
 
د فواید عامې وزارت د ویاند په خبره، د سالنګ تونل ته کوم جدي زیان اوښتی نه دی او یوازې د شمالي سالنګ برښنا سیستم سوځېدلی دی.
 
هغه ټینګار وکړ، چې له شمالي سالنګ سره د برېښنا د نښلولو هڅې روانې دي او له سالنګونو څخه ترافیک بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
 
په شمالي سالنګ کې د قوس په ۲۶ مه سهار ۶:۳۰ بجې د تېلو په یوه ټانکر کې اور ولګېد او شاوخوا موټرونو ته اور خپور شو.
 
اور د شمالي سالنګ د تونل د بندیدو او ګڼې ګوڼې له امله دوام درلود او د اور وژنې ډلې د یکشنبې په ورځ سهار اته بجې په دې وتوانید چې اور کړ کړي.
 
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستۍ اعلامیې له مخې د سالنګ په اور لګېدنه کې ۳۱ تنه مړه او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb95b5grhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته