دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 264996
یوناما: حرفوي روزنه د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره اړینه ده
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ریاست څخه لیدنه وکړه او حرفوي زده کړې یې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه وبللې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر (یوناما) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې روزا اوتنبایوا پرون (یکشنبه، دلو ۱۶) د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ریاست څخه لیدنه وکړه.
 
د یوناما په وینا، روزا اوتنبایوا د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست له چارواکو سره وکتل او د زده کړو فرصتونو ته د نجونو د لاسرسي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاست د فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل.
 
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) مشر وايي، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره حرفوي زده کړې اړینې دي.
 
https://avapress.com/vdcb9ab50rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته