دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 269571
افغانۍ د سارک غړو هېوادونو تر ټولو باثباته اسعار ده
د افغانستان مرکزي بانک وايي چې د سارک د مالي چارو د مرکزي بانکونو د رئیسانو په ۴۳مه غونډه کې پرېکړه وشوه چې افغانۍ د سارک د غړو هېوادونو تر ټولو باثباته اسعارو څخه ده.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه بانک استازو د سارک د مرکزي بانکونو په غونډه کې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شوې وه، ګډون کړی دی.
 
د دغه بانک په وینا، په دې غونډه کې څرګنده شوه چې افغانستان د انفلاسیون ثابته کچه لري.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سارک د مالي مرکزي بانکونو په غونډه کې د ملي اقتصاد پر مهمو برخو، مالي شمولیت، د سارک ډیټابیس، ظرفیت لوړولو، د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي څېړنو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو خبرې وشوې.
 
څه موده وړاندې د خوړو نړیوال سازمان یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي وو، چې د ملګرو ملتونو ادارو ته د ډالرو د پرله پسې تګ راتګ له امله په وروستیو میاشتو کې امریکايي ډالر ته د افغانیو د تبادلې نرخ د یو ډالر پر وړاندې د ۸۷ او ۸۹ افغانیو ترمنځ ثابت پاتې دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د جنوبي اسيا د سيمه ييزو همکاريو سازمان (سارک) په ١٩٨٥ کال کې د سوېلي اسيا د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو په موخه رامنځته شو.
 
هند، پاکستان، نیپال، بنګله دیش، بوتان، مالدیف، سریلانکا او افغانستان د دغه سازمان غړي دي.
 
https://avapress.com/vdcfe1d0yw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته