دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 270277
یونیسف: په افغانستان کې پر ښځینه کارکونکو له بندیزونو سره سره خپلو مرستو دوام ورکوي
په افغانستان کې د یونیسف استازی وايي، د اسلامي امارت له حکم سره سره چې د ښځو کار منع دی، د ملګرو ملتونو د دغه دفتر ښځینه کارکوونکو په دغه هېواد کې خپلو کارونو ته دوام ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: فران ایکویزا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل: زه غواړم ووایم چې د ملګرو ملتونو ټولې ښځینه کارکونکې په افغانستان کې په کار بوختې دي. له کور څخه، ځینې یې د دفترونو څخه دي، او ځینې یې په ساحه کې کار کوي."
 
هغه وويل چې ښځې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ټولو دفترونو کې په کار بوختې دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت ملګرو ملتونو ویلي وو چې که دا سازمان اسلامي امارت نه شي قانع کولای چې ښځو ته په دغه سازمان کې د کار کولو اجازه ورکړي، نو چمتو دی چې د می په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو پریکړه وکړي.
 
د ملګروملتونو دپرمختيايي پروګرام مسوول ايچم شټاينر وويل چې دملګروملتونو مسوولين داسلامي امارت له حکومت سره په خبرو بوخت دي او هيله لري چې افغان حکومت به په دغه سازمان کې د ښځو د کار په برخه کې استثنأ کړي.
 
د اپریل په لومړیو کې د اسلامي امارت حکومت د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه. وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش دغه کړنه د نه منلو وړ وبلله.
 
ښاغلي ګوټرش په ټویټر کې لیکلي: "په ملګرو ملتونو کې ښځینه کارکونکي زموږ د کار ترسره کولو لپاره اړین دي ، پشمول د حیاتي مرستو چمتو کول."
 
مخکې له دې چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې ۶۰۰ ښځینه کارکونکو کار کاوه.
 
د ښځو د کار کولو له منع کولو وروسته، د ملګرو ملتونو کارمندانو ته لارښوونه وشوه چې د امکان په صورت کې له خپلو کورونو څخه کار وکړي تر څو چې سازمان د اسلامي امارت له چارواکو څخه وضاحت وغواړي.
https://avapress.com/vdca0wnu049n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته