دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 270334
په فراه ولایت کې د بخش آباد د اوبو بند د بنسټ ډبره کېښودل شوه؛ ملا برادر: اسلامي امارت د افغانستان پرمختګ ته ژمن دی
د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر په فراه ولایت کې د بخش اباد د اوبو بند د تونل د جوړولو د کار د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د افغانستان د زیربناوو بیارغونه وخت نیسي، خو اسلامي امارت ورته ژمن دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزراد اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، ثور ۳۰) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزراد دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د انرژی او اوبو وزیر لطیف منصور د بخش آباد څانګی د تونل د جوړولو کار پرانستل شو.
 
د دغه بند د پرانېستې په مراسمو کې ملا برادر وویل، د بخش آباد بند د فراه ولایت لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده او موږ په ټول توان سره د فراه له خلکو سره یوو چې د دغې پروژې د کار د بشپړېدو لپاره به یې بشپړې کړو.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د فراه ولایت د خلکو د ستونزو حل کول خپل مسوولیت ګڼي، داسې میراث پاتې دی، چې ټول په یو وخت حل نه شي.
 
د اسلامي امارت دغه چارواکي وویل چې د افغانستان د زیربناوو بیارغونه ډیر کار ته اړتیا لري او موږ په جدي توګه هڅه کړې چې په اقتصادي ډګر کې د ښو پرمختګونو شاهدان واوسو.
 
ملا برادر وويل: د بخش آباد بند د کار په پاتې برخه کې به له شته امکاناتو څخه کار واخلو او له قراردادي شرکت څخه هم غوښتنه کوم، چې په دې برخه کې خپلې چارې په پوره صداقت سرته ورسوي.
 
برادر افغانستان اوسيدونکو ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مسوولين د هېواد د پرمختګ لپاره صادق او ژمن دي.
 
د بخش آباد بند له ښي اړخه ۵۰ کیلومتره او کیڼ اړخ ته ۵۲ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ۶۸ زره ۵۹۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري. ویل شوي، چې د دې پروژې د جوړولو چارې به په جدي توګه تعقیب او په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.
 
https://avapress.com/vdcex78wejh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته