دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 274748
په نيمروز ولايت کې د ساري ناروغيو شل بستريز روغتون په فعاليت پيل وکړ
د نیمروز ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په نیمروز ولایت کې د ساري ناروغیو ۲۰ بستریز روغتون د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې رسماً پرانیستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوی عبدالرحمن عبدالله وایی چې د پرله پسې هڅو په پایله کې موږ وکولای شو چې د کوویډ-۱۹ روغتون په ۲۰ بستریز روغتون بدل کړو چې د دې ولایت د اوسیدونکو اساسي اړتیا ده.
 
دغه راز د ٢٠ بستريز روغتون مشر ډاکټر علي احمد عظيمي هم وايي، چې دغه روغتون له شپږ مياشتنۍ تړل کېدو وروسته بېرته په فعاليت پيل کړى دى.
 
د هغه په ​​وينا، له دې وروسته به په دغه روغتون کې د لنډمهاله ناروغانو او ساري ناروغيو تشخيص او درملنه کېږي.
 
نیمروز ولایت د هیواد په سویل لویدیځ کې یو له سرحدي ولایتونو څخه دی.
 
https://avapress.com/vdchkkni623nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته