دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 277536
په پاکستان کې د کډوالو د نیولو لړۍ دوام لري/ پاکستاني امنیتي ځواکونو ۳۷۵ افغان کډوال نیولي دي
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په اسلام آباد او شاوخوا سیمو کې د تلاشۍ عملیاتو په ترڅ کې ۳۷۵ افغان کډوال نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: ایکسپریس ټریبیون د یکشنبې په ورځ د میزان په ۹ مه راپور ورکړ، چې دغه عملیات د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست (CTD) او د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا ترسره شوي دي.
 
د دغه راپور له مخې، د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا شاوخوا ۸۰۰ کډوال نیول شوي، خو یو شمېر یې د دوی د استوګنې د اسنادو له تایید وروسته خوشې شوي، په داسې حال کې چې ۳۷۵ افغانان اوس هم په توقیف کې دي او احتمال شته چې دا کسان به په نږدې ورځو کې خوشې شي.
 
په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو توقیف او اخراج زیات شوی دی.
 
تر دې مخکې د پاکستان موقتې کابینې له دغه هېواده د ۱.۱ میلیون افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې وه.
 
په پاکستان کې د افغان کډوالو کره شمېره معلومه نه ده، خو ویل کېږي چې پاکستان تر اسلامي جمهوریت وروسته تر ټولو ډېر افغان کډوال ځای پر ځای کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcfmed0vw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته