دخپریدو نیټه :شنبه ۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 279295
د صهیونیسټي رژیم حملې د بشري جنایت دی/ د فلسطین آزادي به  قطعی وي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل په وزیر محمد اکبر خان غونډۍ کې د الاقصی جومات د طرحې د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال پر غزې تړانګې د صهیونیسټي پوځیانو بریدونه د بشریت ضد جنایت وباله او زیاته یې کړه: "فلسطيني ځواکونه به د فلسطين په آزادولو کې بريالي شي او دا ازادي يقيني ده."
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د کابل په وزیر محمد اکبر خان غونډۍ کې د الاقصی جومات د طرحې د پرانیستلو پر مهال د حماس او صهیونیسټي پوځیانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او د صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې باندي حملې د بشریت ضد جنایت وباله .
 
حقاني په دې اړه وویل: موږ هغه څه چې په فلسطین کې شوي او پر مسلمانانو روان ظلمونه په کلکه غندو. موږ دا یو نه بښونکی جنایت بولو چې په کې پر مسلمانانو ظلم کیږي.
 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د ختمیدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: فلسطیني ځواکونه به د فلسطین په آزادولو کښې بریالي شي او دا آزادي یقیني ده.
 
حقاني ټینګار وکړ چې د افغانستان د خلکو په ګډون ټول اسلامي امت ځانونه د فلسطین د خلکو په غم کې شریک ګڼي او له هغوی سره خواخوږي لري.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل: په داسې ورځ به په کابل کې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد (رح) او استاد محمود (رح) په نوم جومات پرانیستل شي.
 
خو د ترکيې د شرکت استازي د دغه جومات د پرانستلو په پروګرام کې وويل چې د الاقصی جومات د ارزښت د ساتلو په موخه په دغه سيمه کې جوړ شوی دی.
 
د ترکيې د شرکت مشر محمد تورنتا وويل: د دغه جومات د پرانستلو پر مهال مو موخه دا وه چې د مسلمانانو درې مهم جوماتونه، مسجد الحرام، د نبوي جومات او الاقصی جومات جوړ کړو چې د مسلمانانو لپاره ځانګړی ارزښت لري او له بده مرغه اوس مهال الاقصی جومات د مسلمانانو لپاره یو لوی زخم دی او موږ په کابل کې دا جومات د دې زخم د درملنې لپاره جوړ کړی دی.
 
الاقصی جومات ته ورته یو جومات د ترکیې له خوا د کابل په وزیر محمد اکبر خان کې جوړ شوی دی. دا جومات د ملا محمد عمر مجاهد او محمود په نوم نومول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjhhe8iuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته