دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 279686
له پاکستان څخه د افغان مهاجرو اخراج د مهاجرت د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی
د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف د یوناما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو له یو شمېر مسوولینو سره په کتنه کې وویل، له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د ټولو اصولو خلاف کار دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې غونډه کې په داسې حال کې چې له مهاجرینو سره د مرستو جلبولو د کمیټې غړو هم حضور درلود د اقتصاد وزیر له ګاونډیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو د بهیر د چټکتیا په اړه په تفصیل خبرې وکړې.
 
د اقتصاد وزارت سرپرست په دغه کتنه کې له راستنېدونکو سره د لومړنيو مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو د يو شمېر ادارو د ملاتړ د قدردانۍ په ترڅ کې د هېواد له اتباعو سره د مرستو د زياتوالي او پراختيا غوښتنه وکړه .
 
دین محمد حنیف ټینګار وکړ، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د مهاجرت د ټولو اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف کار دی، چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو ټول بنسټونه او کورني او بهرني بنسټونه په پوره همغږي او له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې مکلف دي.
 
د اقتصاد وزارت سرپرست دغه راز وویل: برابرې شوې مرستې باید د موسم او د کډوالو د کورنیو او اړمنو خلکو د اړتیاوو سره سم اغېزمنې، دوامدارې وي، څو دغه اړمن کسان پر ځان بسیا شي.
 
له بلې خوا د یوناما دفتر مسوولینو په دې برخه کې د خپلو فعالیتونو د بهیر په اړه معلومات ورکړل او د خپلو مرستو او همکاریو د دوام ډاډ یې ورکړ.
 
د پاکستان له خوا له افغانستان څخه د څه باندې ۱.۷ میلیونو «ناقانونه» مهاجرینو او پناه غوښتونکو د وتلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل پرون پای ته ورسید، خو د دغه هیواد چارواکو دغه موده یوه بله ورځ هم وغځوله.
 
سره له دې، د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د توقیف او شړلو ګڼ شمیر راپورونه ورکړل شوي دي.
 
پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې پولیسو له کراچۍ، راولپنډۍ او یو شمېر نورو ښارونو څخه دغه پناه غوښتونکي نیولي او توقیف ځایونو ته یې لېږدولي، څو خپل هېواد ته ولېږدول شي.
 
https://avapress.com/vdcdjn0x9yt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته