دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 285036
د هرات - خواف رېل پټلۍ په بشپړېدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي
د هرات والي د دغه ولايت له سوداګرو او پانګوالو سره په کتنه کې وويل چې د هرات – خواف رېل پټلۍ په بشپړېدو سره به د اقتصادي پراختيا ترڅنګ سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات والي د دغه ولایت د دولتي ادارو له مسوولینو، سوداګرو او پانګوالو سره د کتنې په ترڅ کې د هرات – خواف رېل پټلۍ د مرکزي سټېشن د جوړېدو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.

په دې ناسته کې یو شمېر سوداګرو ژمنه وکړه، چې د اورګاډي پټلۍ د پروژې ملاتړ کوي او هیله لري، چې ژر تر ژره یې چارې بشپړې شي.

په همدې حال کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار ټینګار وکړ چې د هرات – خواف رېل پټلۍ به د اقتصادي پراختیا ترڅنګ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

په دې کتنه کې د هرات د اوسپنې پټلۍ رييس وويل: د هرات- خواف رېل پټلۍ د جوړولو کار په بشپړ ډول روان دى.

دغه راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د هرات- خواف د اورګاډي پټلۍ مرکزي سټېشن دې هوايي ډګر ته څېرمه سيمو کې جوړ او صنعتي ښارګوټي ته دې انتقال شي.

د يادونې وړ ده، چې د هرات – خواف رېل پټلۍ په بشپړېدو سره به له صنعتي ښارګوټي څخه محصولات بار او له دې لارې به اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شي.
https://avapress.com/vdcjtie8muqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته