د خوست چارواکي وایي، چې نن سهار ایتلافي ځواکونو د خوست ګردیز په لویه لاره درې ماین خښونکی ووژل.
په خوست کې د ملي اردو د لومړۍ لوا یوه مطبوعاتي مسول د نوم نه ښودو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه ماین خښونکي د ایتلافي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې وژل شوي دي.
تراوسه د وژل شویو کسانو هویت نه دی څرګند.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)