د کندهار په غورک ولسوالۍ کې په دوو جلا پيښو کې څلور ماین ښخونکي او درې وسله وال وژل شوي.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وویل، چې لومړنۍ پيښه په چنارتو سیمه کې شوې، چې څلور وسله والو د ماین د ښخولو پر مهال د پولیسو له لوري ووژل شول.
دوهمه پيښه هم په سنګي سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتې پر مهال وشوه، چې له امله یې درې وسله وال ووژل شول، خو امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.