دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 55809
دميدان وردګو ولايت دسولي دولايتي شورا په هلو ځلو دباګرام له زندان څخه ( ۸) تنه زندانيان را خوشې شول
دمیدان وردګو ولایت دسولې ولایتي شورا او مرکزکابل دسولي دعالي شورا په هلو ځلو دباګرام له زندان څخه (۸) تنه زندانیان راخوشي او دخپلوکورنيو سره یوځای شول

دیادو مراسمو په اړه په جوړې شوې غونډه کې د ولایت والي عبدالمجیدخان خوګیاڼي سربېره دسولې ولایتي کمیټې غړو، قومي مشرانو او دیادو زندانیانو کورنیو ګډون کړې وو.

د ولایت والي دباګرام له زندان څخه درا خوشې شوو زندانیانو څخه وغوښتل چې دسولې د پروسې له لارې په سیمه کې د جنګ او بې ځایه وینو تویولو مخه ونیسي او ولسونو ته دجنګ او جګړو پرځای دایمي سوله رامنځته کړي چې پدې صورت کې به ستاسو په ریښتینو هلو ځلو سره به دسل ګونه کسانو ژوند خوندي شي او هم به په سیمه کې د دایمي اقتصادي هڅو لپاره لاره هواره شي.

دسولې د ولایتي کمیټې د دارالانشاء مسول جواد مختار په ویناء چې د سولې دلایتي کمیټې او دسولې دعالي شورا په هلو ځلو دهېواد په کچه(۸۰) تنه هغه زندانیان چې پخوا په باګرام کې دنړیوالو ځواکونو سره ول لومړی افغاني ځواکونو ته تسلیم او نن راخوشې شول چې پدغو کې (۸) تنه ددې ولایت د مرکز او سیداباد ولسوالۍ اوسیدونکي دي، نوموړي زیاته کړه چې دسولې عالي شورا دهېواد په کچه په هغه ۱۲۰۰ زندانیانو هم کار کوي چې اوسمهال دافغان ځواکونو سره بندیان دي چې ډير ژر به هغه هم دسولې دغړو په هڅو راخوشي شي چې (۳۸) تنه یې ددې ولایت اوسیدونکي دي.

نور اغا په نوم یوتن راخوشي شوي زنداني وویل چې ‌ډير خوښ یم چې ددې ولایت دمسولینو په هلو ځلو له بنده راخوشې شوم او له دې وروسته به دخپلې کورنۍ سره په سوله کې ژوند وکړم او دهېواد په جوړونه کې به هلې ځلې وکړم.
په پای کې کې راخوشې شوو کسانو ته تحفې او قرانکریمونه هم د ډالۍ په توګه
ورکړل شول.



سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceov8n.jh8n7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته