دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 61321
په کابل پوهنتون کې ۴۰ ترک محصلانو ته د زده کړې سکالرشیپونه
تاند- له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو په لړ کې په لسګونو زره افغان زده کوونکي د سیمې د هیوادونو په پوهنتونونو کې په وړیا سکالرشیپونو لوړې زده کړې کوي خو اوس د لومړي ځل لپاره افغانستان د بهرنیو هیوادونو زده کوونکیو ته په خپلو پوهنتونونو کې د زده کړو امکان برابر کړی دی.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر پرون/ سې شنبه/ وویل چې د ترکیې لسګونو محصلانو ته یې د کابل پوهنتون د شرعیاتو او ژبې په پوهنځیو کې د زده کړو لپاره بورسونه ورکړي دي.
تر جګړې پخوا کابل پوهنتون د سیمې نسبتاً معتبر پوهنتون و او د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو محصلانو به پکې زده کړې کولې خو په وروستیو کې دا لومړی ځل دی چې د یوه بهرني هیواد محصلان په کابل پوهنتون کې زده کړو ته زړه ښه کوي.
د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید، چې د کانکور وروستیو له درغلیو ډکو ازموینو یې د وزارت اعتبار زیانمن کړی دی، وايي چې ترک محصلان د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت او افغان – ترک موسسې د موافقې پراساس افغانستان ته د زده کړو لپاره راغلي دي.
افغان ترک موسسې په وروستیو څه کم دوو لسیزو کې د افغانستان په مختلفو سیمو په تېره بیا شمالي ولایتونو کې د افغان زده کوونکو لپاره یو شمېر معیاري لېسې او ښوونځي جوړ کړي چې اوس د افغانستان تر ټولو بریالۍ لېسې ګڼل کېږي.
د ښاغلي عبید په وینا ترک محصلان به په کابل پوهنتون کې په شرعیاتو، ساینس، ترکي او همداراز انګلیسي ژبو کې لېسانس وکړي.

په افغانستان کې د لېسانس دوره څلور کلنه ده.

له ترکیې څخه په کابل پوهنتون کې د منل شویو محصلانو شمېر حاضردمه څلوېښت تنو ته رسېږي چې د هغوی په منځ کې ۲۴ نجونې دي.
د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د ترک محصلانو په اړه موافقه دوه کاله پخوا شوې وه. د دې موافقې پر اساس هغوی ته زده کړې وړیا ورکول کېږي یعني فیس به نه ورکوي خو د استوګنې او خوراک مصرف به یې په خپله غاړه وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6eni.49n6u1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته