دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 92831
د اوبو او برېښنا وزیر په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو پرژو د پلي کولو ژمنه وکړه
د اوبو او برېښنا وزیر انجینر محمد عارف نورزي د دغه ولایت د والي په مشرۍ د میدان وردګو ولایت د ولسونو استازو سره ژمنه وکړه،چې د چک برېښنا بند د بیا ترمیم په ګډون به ګڼ شمېر پروژې په دغه ولایت کې پلي کړو.
نوموړی دغه ژمنه د اوبو او برېښنا وزارت په مقام کې په هغه جوړه شوې غونډه کې وکړه،چې په کې د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي سربیره په ولسی جرګه کې د دغه ولایت استازو مجید ان،عبدالاحمد دراني،د ولایتي شورا مرستیال حاجي محمد حضرت جانان او غړي شیرشاه بازون سربېره ګڼ شمېر نورو
مخورو په کې برخه اخیستې وه.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: په دغه ولایت کې د چک برېښنا بند د پاکونۍ سربېره ځینې برخې یې بیا ترمیم ته اړتیا لري،همدا راز یې په بېلابېلو سیمو کې د ۸ کانالونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
ده همدا راز په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د یوه برېښنا بند د جوړولو وړاندیز هم وکړ او زیاته یې کړه،په یاده ولسوالۍ کې داسې سیمه شتون لري،چې په لږ لګښت سره به پرې د برېښنا بند جوړ شي .
د میدان وردګو والي په دغه ولایت کې د اوبو او برېښنا ریاست لپاره دودانۍ جوړولو او همدا راز د تشکیلاتو د زیاتوالې ترڅنګ د دغه ریاست لپاره د ترانسپورټي سهولتونو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.
د اوبو او برېښنا وزیر انجینر محمد عارف نورزي د خپلو خبرو پر مهال د میدان وردګو ولایت د ولسونو او ولایت مقام د همغږۍ ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه،چې د چک برېښنا بند د پاکونې او د بیا ترمیم کولو چارې به ډېر ژر پیل کړي.
هغه همدا زاز ژمنه وکړه،چې په بهسودو ولسوالۍ کې به هم د برېښنا بند د جوړولو چارې د مراحلو له پلي کولو وروسته پیل کړي او همدا راز یې د ۸ نورو پروژو د عملي چارو د پیل کیدو ژمنه وکړه.
د اوبو او برېښنا وزیر د میدان وردګو والي څخه غوښتنه وکړه،چې په یو مناسب ځای کې دې د دوی ریاست لپاره ځمکه په ګوته کړې،چې دوی به ډېر پرې د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړي .
هغه همدا راز په میدان وردګو ولایت کې د اوبو او برېښنا ریاست لپاره د تشکیلاتو د زیاتوالې او د دغه ادارې د ټرانسپورټي ستونزې دحل کولو ډاډ هم څرګند کړ .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca6ano.49nue1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته