دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 176246
د کابل په وړاندی د اماراتو مذاکری تړلي دروازی

 
ارګ ماڼۍ اعلان کړی چی افغانستان حکومت مذاکره کوونکې ټیم د عبدالسلام رحیمی په مشری د طالبانو سره مخامخ خبرو لپاره او دواړو لورو مخامخ خبرو اترو آمادګی لپاره ابوظبی؛ عربی متحده اماراتو مرکز ته رسیدلی دی.
د ارګ ماڼۍ په وینا، ښاغلی رحیمی د زلمی خلیلزاد سره لیدنه کړی او قرار دی چی په جاری اونۍ کئ د اماراتو او عربستان نمایندګانو سره هم ملاقات وکړی.
طالبان هم اعلان کړی چی دوشنبه په ورځ ددی ډلې هیآت پاکستان، عربستان او امارات نمایندګانو سره لیدنه کړی او زلمی خلیلزاد سره هم لیدنه ترسره کړی دی.
دا ډله ویلی دی چی ډیر خبری په افغانستان کې د امریکا مظالم څخه مخنیوی او اشغالګرو ځواکونو وتلو، افغانستان بیاجوړونې او امنیت تامین په اړه وو.
طالبانو هم منلی چی ننۍ خبری اتری به هم ادامه ولری.
افغانستان حکومت مخکې ویلی وو چی د امریکا دا ټولې هڅې د افغانستان حکومت سره هماهنګی کې صورت نیسی او مقصد ورڅخه د سولې خبرو اترو لپاره آسانتیا برابرول دی.
کارپوهان وایی چی دا پروسه، عملآ هغه سولې تړون اصلی خطوط به وټاکی چی په اساس یی، افغانستان راتلونکې سیاسی نظام او دولت د طالبانو په مشارکت سره به شکل ونیسی.
داچی طالبان رسمآ د افغانستان دولت نمایندګانو سره هرډول علنی او مستقیم خبری اتری ردوی؛ خو له بل لوری، د امریکا او پاکستان او امارات او عربستان سره، په آسانۍ او بیله هیڅ مشکل، خبرو کې واردیږی، هغه حرکت چی افغانستان ملی حاکمیت پرضد او توهین آمیزه دی. په دی برخه کې، یواځی طالبان، مقصر نه دی؛ بلکه هغه قدرتونه چی افغانستان خلګو نمایندګانو او دولت مستقیم مالکیت او حضور لزوم ته په بی توجهی سره په دی پروسه کې، د طالبانو سره خبری کوی او خپل شرایط مطرح کوی او هغه ډلې شرایط اوری، افغانستان ملی او سیاسی استقلال او حاکمیت ضد اقدام ترسره کوی او په حقیقت کې، افغانستان دولت قانونی او حقوقی وجاهت او رسمیت ترپښو لاندی کوی.
هغه څه چی په اماراتو کې جریان لری هم د دولت او طالبانو ترمنځ مستقیم سولې مذاکراتو تسهیل لپاره نه دی؛ بلکه افغانستان سیاسی راتلونکې برخلیک ټاکلو لپاره اساسی او استراتژیک رایزنی دی.
هغه وخت چی طالبان خپل مشخص غوښتنې د موقت دولت تشکیل، خارجی ځواکونو وتلو، بندیانو آزادی، بین المللی تحریمونو لغوه او ترټولو مهم د حاکمیت او رهبری حق ورکول ددی ډلې یو ټاکل شوی مهری ته مطرح کوی، نور به څه شتون ولری چی د افغانستان دولت سره مخامخ خبرو کې ترسره شی؟
په دی منځ کې مهم پوښتنه، دادی چی څوک یا کوم کسان د افغانستان خلګو او دولت په نیابت سره، د طالبانو سره د هغه ډلې له لوری مطرح شوی شرطونو او مسایلو په اړه، مذاکره وکړی او دا حق د کوم ځای نه ترلاسه کړی دی؟
په بل بیان سره، بدتر به ددی څخه چی افغانستان دولت ۱۲ کسیزه هیآت په اماراتو کې، د طالبانو سره طالبانو ملاتړ کوونکې رژیم سولې مذاکراتو تړلی دروازو ترشا باقی پاته شی، دادی چی دا رژیمونه د افغانستان خلګو او دولت پرځای، تصمیم ونیسی؛ دا په داسی حال کې دی چی هغوی خپله د طالبانو همیشګی او اصلی ملاتړکوونکو څخه دی او هروخت د افغانستان داخلی چارو کې دخالت او تروریزم څخه په ملاتړ باندی تورن دی.
نو د همدی لپاره هغه څه چی په اماراتو کې جریان لری، د افغانستان خلګو ګتو په لاره کې نه دی او دولت سیاسی استقلال او ملی حاکمیت جدی او شکاره نقض بلل کیږی.
امریکا، پاکستان، عربستان او امارات، که افغانستان حقیقی شرکا او استراتژیک ملګی دی، بیله شکه، خپل برخه د کار تردی ځایه پوری د طالبانو پیاوړی کول او پراختیا او ملاتړ رامنځته کولو کې ترسره کړی دی. اوس د افغانستان خلګو نوبت دی چی خپل راتلونکې برخلیک په اړه سولې رایزنیو له لاری هغه ډلې سره، عادلانه او برابر شرایطو کې تصمیم ونیسی.
 
 
https://avapress.com/vdcba0b80rhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته