دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۲۳
د مطلب کود : 172539
کورنیو چارو وزارت: ټاکنو مرکزونو او محلونو کې امنیتی ځواکونه ځای پرځای کیدو لړۍ پېل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول افغانستان کې په انتخاباتي مرکزونو او محلونو کې د امنیتي ځواکونو د ځای پرځای کولو لړۍ پيل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش نن د دفاع وزارت او د غوڅ ملاتړ ماموریت له ویاندویانو سره په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل چې دغه کار د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره په مشوره شوی.
نوموړي زیاته کړه:
"نن سهار مو په ټول افغانستان کې د ځواکونو ځای پرځای کول پيل کړل، په ټولو مرکزونو او د رایو ورکړې په مرکزونو کې چې د انتخاباتو په ورځ به خلاص وي د امنیتي ځواکونو ځای پرځای کول پیل شوي دي."
نوموړی زیاتوي چې د انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره له ۵۰ زره زیات سرتېري ځانګړي شوي او دا هم وايي چې د اړتیا په وخت کې به په دغه شمېر کې نور هم زیاتوالی راشي.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید له خلکو وغوښتل چې په انتخاباتو ګې ګډون وکړي او امنیت یې د دفاعي ځواکونو له لوري خوندي کېږي.
په ورته و خت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند کائټ پیټر انتخابات د افغانانو لپاره مهم بولي او وايي چې دوی به په امنیت کې نقش ادا کړي، خو د انتخاباتو د امنیت خوندیتوب به د افغانانو په لاس کې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میزان میاشتې په ۲۸ په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات کیږي.
https://avapress.com/vdcc1iqso2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته