دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۷
د مطلب کود : 176224
افغانستان حکومت له لوری مذاکره کوونکې هیآت و عربی متحده اماراتو ته رسیدلي
دغه خبر پاڼه زیاتوي چې د حکومت له خوا، د سلام رحیمي په مشرۍ مذاکره کوونکی پلاوی، د عربي متحده اماراتو ابوظبۍ ښار ته له طالبانو سره د نیغو خبرو اترو د پیلونې په موخه، رسیدلی دی.

 په دغه خپاره شوي بیان کې ویل شوي دي چې، ښاغلي سلام رحیمي په هیواد کې د سولې د ټنګښت په پار  د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي، خبر پاڼه زیاتوي چې دغه لیږل شوی مذاکره کوونکی پلاوی به په روانه اونۍ کې د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له چارواکو سره هم وګوري.
د افعانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب  پر خپل ټوېټر لیکي، له دوه اړخیزه بریالیو خبرو وروسته کابل ته روان دی.
ښاغلی محب زیاتوي، د مذاکراتو لپاره د افغانستان ډله  چې سلام رحیمي یې مشري کوي، د مستقیمو خبرو د پیلیدو او د افغانستان په اړه  د سولې په دغو خبرو کې د ښکلیدو په موخه عربي متحده اماراتو ته سفر کوي.  
ښاغلی محب د ټویټ په پای کې لیکي، “سوله راتلونکې ده “
دغه افغان پلاوی په داسي حال کې عربي متحده اماراتو ته رسیدلی دی چې د طالبانو مذاکره کوونکی پلاوی له امریکايي لوري سره د عربي متحده اماراتو، عربستان او پاکستان د استازو په حضور کې پرون د ډسمبر په ۱۷ او نن چې د ډسمبر ۱۸ مه ده، په مخامخ خبرو سره بوخت دي. وسله والو طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د دوی مذاکره کوونکی پلاوی د افغانستان حکومت له استازو سره نه ګوري خو دا تاییدوي چې نن سه شنبه هم د دوی  د قطر  دفتر د استازو او امریکايي اړخ ترمنځ  خبري رواني دي.
 
https://avapress.com/vdchi-nzk23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته