دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 187845
د غزني ولایت جغتو او خواجه عمري ولسوالیو ته د طالبانو د تش په نامه  ولسوالانو په ګډون (۱۱) طالبان ووژل شول
تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت جغتو او خواجه عمري ولسوالیو ته د طالبانو د تش په نامه ولسوالانو په ګډون (۱۱) تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
تیره ورځ د مرکز غزني اړوندو کې د هوایې ځواکونو په یوه برید کې د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ ته د طالبانو تش په نامه ولسوال عبدالخالق مشهور په ابو محمد او خواجه عمري ولسوالۍ ته د طالبانو تش په نامه ولسوال ملا منیر ووژل شول. دغه راز تیره ورځ د غزني ولایت د اندړو او قره باغ ولسوایو اړوندو کې د هوایې بریدونو او د مقر ولسوالۍ په میرزاخیل کلي کې د وسله والي نښتي په ترڅ کې نهه (۹) تنه طالبان وژل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5yazwt1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته