دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 256664
اسلامي امارت: د امریکا هغه ادعا څېړو چې په کابل کې د القاعدې مشر وژل شوی
رویټرز د اسلامي امارت د یوه چارواکي له خولې ویلي، چې دوی په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه د امریکا د ادعا په اړه څېړنې کوي.
افغان غږ خبری آژانس: رویټرز د اسلامي امارت د یوه چارواکي د نوم له اخیستو پرته خبر ورکړی، چې د دوی جګپوړي مشران د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه د امریکايي چارواکو د ادعا په اړه څېړنې کوي.
 
په همدې حال کې په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین خبریالانو ته په استولي شوي پیغام کې ویلي چې تر اوسه یې له رسنیو سره د اسلامي امارت د دریځ په اړه کوم خبر نه دی ترلاسه کړی.
 
شاهین زیاته کړه چې جزئیاتو او په کابل کې د اسلامي امارت د چارواکو غبرګون ته منتظر دی.
 
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ویلي چې دوی لا هم د دوحې د سولې هوکړې ته ژمن دي چې له امریکا سره یې لاسلیک کړی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ایمن الظواهري د وژلو ادعا وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د القاعدې د مشر ته په ځای ورکولو سره سره د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.
َ
که څه هم د اسلامي امارت چارواکو په کابل ښار کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید تایید او غندلی، خو ویلي یې دي چې په کوم کور کې برید شوی تش وو.
https://avapress.com/vdcepp8wejh8npi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته