افغان غږ خبری آژانس: د دغو چارواکو د معلوماتو له مخې، د کراچۍ په مرکزي زندان کې ۱۲۹ افغان ښځې او ۱۷۸ ماشومان بندیان دي.
د پاکستان د کراچۍ ښار د مرکزي زندان یوه افسر شیبا شاه اسوشیټیډ پریس ته وویل: «له ۱۲۹ ښځو څخه ۵۴ یې په دوه میاشتو بند محکومې شوې او د ۷۵ نورو محاکمه روانه ده، دوی په منظم ډول محکمې ته حاضرېږي. د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې د ۵۸ ښځو د ایستلو بهیر پیل شو».
د کراچۍ د مرکزي زندان چارواکو ویلي دي چې دغه ماشومان ځکه په زندان کې دي چې میندې یې په زندان کې دي.
دوی وايي، په دغو زندانونو کې تر ۲۰۰ ډېر افغان ماشومان چې عمرونه یې د یو او اته کلونو ترمنځ دي هم له خپلو میندو سره دي.
د پاکستان په سند ایالت کې له څو میاشتو راهیسې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات روان دي.
پاکستاني پولیسو تایید کړې، چې د محکمې په حکم یې ۱۲۰۰ هغه افغانان نیولي، چې په پاکستان کې د اوسېدو لازم اسناد نه لري.
خو وکیلانو او د بشري حقونو فعالانو د بندیانو شمېر شاوخوا ۱۴۰۰ ښودلی دی.