دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 265925
حجت الاسلام اکبري د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست وزیر سره په کتنه کې:

شیعه ګان د اسلامي امارت د نظام بشپړ ملاتړ کوي/ تفرقه اچونه باید منع کړل شي

شیعه ګان د اسلامي امارت د نظام بشپړ ملاتړ کوي/ تفرقه اچونه باید منع کړل شي
د شیعه علماو د شورا مرستیال حجت الاسلام والمسلمین محمد اکبری د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست وزیر سره په کتنه کښې څرګنده کړه: شیعه ګان د اسلامی امارت له نظام څخه بشپړ ملاتړ کوی او زیاته یې کړه: شیعه ګان له هیچا سره ستونزه نه لري او هغه څوک چې اختلافاتو ته لمن وهي باید مخه یې ونیول شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چهار شنبې په ورځ (کب ۳) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه له حجت الاسلام والمسلمین محمدي د افغانستان د شیعه علماوو د سرتاسري شورا مرستیال محمد اکبری سره کتلي.
 
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وويل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دى او موږ به په ګډه دا هېواد آباد کړو، د قومونو ترمنځ توپيرونه د ملت او هېواد په ګټه نه دي.
 
داطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست زياته کړه چې داسلامي امارت له واکمنۍ مخکې پراخ قومي او ژبني اختلافونه موجود وو خو له نيکه مرغه داسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دغه اختلافات په بشپړه توګه له منځه تللي او اوس يې دحل لپاره لازمه ده د نظام د بقا او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو.
 
له بلې خوا حجت الاسلام والمسلمین محمد اکبري په دې غونډه کې وویل: موږ د اسلامي امارت د نظام بشپړ ملاتړ کوو.
https://avapress.com/vdcewn8wnjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته